د مصر د ولسی پاڅون په اړه د طالبانو اعلامیه

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 13th, 2011


په مصر کی د وروستیو بدلونونو او بریو په اړه طالبانو یوه اعلامیه خپره کړې او هغه یې رسنیو ته لیږلې او په هغه کی یې ویلی چی د مصر ولسی پاڅون وښوده چی ډیری وسلې ، ډیر پوځونه او بهرنی ملاتړ د قدرت د دوام سبب نسی کېدای او نه هم د تل لپاره د ولس د هیلو او غوښتنو د کاروان مخه نیول کېدای سی . اعلامیه وایی چی د فعلی بریالیتوب اصلی امتحانی پړاو اوس پیل سوی دی چی ډیر احتیاط غواړی .
په اعلامیه کی راغلي چی د مصر حالات په افغانستان کی امریکایانو او د هغوی پیروانو ته هم یو څرګند پیغام لری او مخاطب کوی یې چی ستاسو لخوا د پرمختللو وسلو استعمال ، د کورونو او باغونو تخریب ، دآزادو انسانانو څخه زندانونه ډکول د قدرت د دوام سبب نسی کېدای .
اعلامیه وایی چی امریکا په مصر کی د نظام د سوله ییز بدلون خبری کوی خو په افغانستان کی په همدې تور زموږ د هېواد ولسی کلی بمباردوی ، د ودونو او خوشالیو محفلونه په غم بدلوی او معصوم افغانان د شپې په خوب کی وژنی دا ځکه چی افغانان هم د نورو په شان خپل حقه حقوق غواړی او امریکا پوره لس کاله ټول بشری او بین المللی نورمونه تر پښو لاندی کړي دي .
اعلامیه په پای کی واشنګټن ته خبردارﺉ ورکوی چی تاسی به تر کله په جعلی انتخاباتو ، بې مفهومه غونډو ، سازشونو او د ایجنټانو په روزلو سره د ولس د هیلو مخه دب کړﺉ ؟ نو ژر یا وروسته برﺉ زموږ او شکست ستاسی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024