کور / z_buitenland_news -- 5 / بینظیر بوتو :د اکتوبر په ١٨ پاکستان ستنېږي

بینظیر بوتو :د اکتوبر په ١٨ پاکستان ستنېږي

د پاکستان ستري محکمې موافقه کړې چی د حکومت د هغه فرمان په قانوني اړخونو باندی به غور وکړی چی په پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو باندی یې د رشوتخورۍ لگیدلي تورونه معاف کړي دي.

د عفوي دغه فرمان چی تیره هفته د جمهور رئیس پرویز مشرف له خوا لاسلیک سو په میرمن بوتو او نورو سیاستمدارانو باندی د رشوتخوریو ټول هغه تورونه معافوي چی د ١٩٨٥ کال نه تر ١٩٩٩ کال پوری ورباندی لگیدلي وو.


دا فرمان د بینظیر بوتو د هغو شرطونو نه و چی غواړی د جمهور رئیس مشرف سره په قدرت شریکولو کی همکاری وکړی.


او هغې ته لار خلاصوی چی بله هفته بیله کومي ویري بیرته پاکستان ته ستنه شی. د پاکستان قاضی القضات نن د ستري محکمې په غونډه کی وویل چی د پاکستان پخوانیو مامورینو چی کومي گټي کړی دي د هغو په باب به محکمه فیصله کوی.


میرمن بینظیر بوتو وایی چی د اکتوبر په ١٨ مه به بیرته پاکستان ته لاړه شی.