کور / تازه خبرونه / د کرکيټ نړيوال کپ ۲۰۱۱ ته يوازې ۲ ورځې پاته دي

د کرکيټ نړيوال کپ ۲۰۱۱ ته يوازې ۲ ورځې پاته دي

د کرکيټ د نړۍ تر ټولو ستره سيالي يانې نړيوال کپ ۲۰۱۱ ته يوازې دوې ورځې پاتې دي. دا به د دې سياليو لسم ځل وي چې په هرو څلورو کلونو کې ترسره کيږي.
د نړيوال کپ د دې ځل کوربانه درې اسيايي هيوادونه هند، سريلانکا او بنګلدېش دي، دا لومړى ځل دى چې په بنګلدېش کې د نړيوال کپ لوبې ترسره کيږي.
د نړيوال کپ لوبې يوه ورځنۍ يانې د پنځوسو اوورنو لوبې دي، چې ټول په کې څوارلس هيوادونه لوبيږي.
د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه پر د فروري پر نولسمه نېټه د دوو کوربنو هند او بنګله دېش تر منځ وي، او پايلوبه به د اپريل پر دويمه د هند په ممبۍ کې ترسره شي.
خو د ټورنمنټ پرانيستنه به په بنګله دېش کې د ډېرو سترو مراسيمو په ترڅ کې په پنجشنبه يانې تر لومړۍ لوبې دوې ورځې وړاندې ترسره شي.

د نړيوالو سياليو ګډون کوونکي څوارلس هيوادونه پر دوو ګروپونو وېشل شوي دي، چې د هر ګروپ ډلې به لومړۍ پخپل منځ کې لوبې کوي او څلور بريالۍ ډلې به کوارټرفاينل ته راوزي، د بايللو سره سره به هره لوبډله لږ تر لږه شپږ لوبې کوي.

الف ګروپ
په الف ګروپ کې لاندې هيوادونه دي:
اسټراليا
کاناډا
کينيا
نيوزلينډ
پاکستان
سريلانکا
زيمبابې

ب ګروپ
د بې ګروپ هيوادونه په لاندې ډول دي:
بنګلدېش
انګلينډ
هند
ايرلنډ
نيدرلنډ
جنوبي افريقا
ويسټ انډيز