کور / سياسي / د مرګونو سوداګر

د مرګونو سوداګر

بسم الله الرحمن الرحیم


نن موږ عملأ ګورو چی کاپیټالیزم او ملیټاریزم لاس په لاس ګرځی او دنیا ورانوی . لومړنی وسلې ورته جوړوی خو هغه بل یې کاروی . دا یو ثابت حقیقت دی چی جنګ تل اقتصاد ورانوی ، ټولنه زمولوی او خلک رژوی . خو دا هم تر لمر سپینه ده چی ځینی کاروبارونه ، شرکتونه او بزنسونه بیا آسمان ته رسوي خیر دی چی زوی یتیم کیږی ، میرمن کونډه کیږی ، مور بوره کیږی او خور وراره کیږی . یو هالینډﺉ متل دی چی وایی یو انسان په شلو کالو کی لوییږی خو په شلو ثانیو کی وژل کیږی .
 
جنګ تل ناوړه او نامعقول عمل دی . جنګ د تعقل او منطق وروستی حد دی . خو د یوویشتمی پیړۍ جنګونه اکثرأ اړین او لازمی نه بلکی اختیاری او انتخابی دي . په دغو جنګو کی لږ کسان ډیر کسان جنګوی یعنی صرف څو افراد ټوله استعمالوی او ګټی کشوي .
 
که نن موږ لیری او نږدې وګورو نو په جنګ کی حکومتونه « قانونی سوي » وژنی آن ډله ايزي وژني کوی . اسناد او تجربه ښیی چی امریکا د دې ارتکاب سروال دی . امریکا به پخوا په جلبی سیسټم سره ، چی هماغه « قانونی سوي مریان » وو ، جنګونه جوړول او انسانان به یې وژل . خو نن یې په روپیو سره وژنی . مطلب دا چی د امریکایانو څخه د « قانونی سوي غلا » په واسطه چی هماغه ټکس یا مالیه ده ، جنګونه جوړوی . په بل عبارت ، پخوا « جبری » مریانو خو نن « جبری » ډالرانو جنګ جاری ساتلی دی .
 
د یوویشتمی پیړۍ جنګونه نور نو د پخوا غوندی نه دي . پخوانۍ جګړې به صرف د دوو حکومتونو او دوو پوځونو تر منځ وې ، د دوو پاچهانو یا ولسمشرانو تر منځ به وې . خو د دوو ملتونو تر منځ به نه وې بلکی هغوی به جبرأ احضار او استعمالېدل . نن هم د جګړو اصلی ماهیت هماغه دی لاکن « سیاست » یې ور ګډ کړی دی او داسی تلقین یا ور فهمول کیږی چی دا ګواکی « زموږ د ټولو » او د « هغوی ټولو » جنګ دی . یا دا « زموږ د خلکو » او د « هغوی د خلکو » جنګ دی مګر داسی نه وایي چی دا « زما » یا « زما د حکومت یا ډلی » جنګ دی د « هغوی » سره !


مطلب دا چی په یوویشتمه پیړۍ کی دوې نوی پدیدې په جنګ ورګډي سوي او هغه تنظیموی . دا دوه خطرونه « سیاست وال » او « بهرنۍ تګلاره » ده چی په هره جګړه کی اساسی رول لوبوی . دې ډول جګړو نن یو بل ظالمانه لورﺉ هم نیولی چی هغه د غښتلي او کمزوره یا « لوی قدرت » او « پاشلي ځواک » تر منځ وی . همدا علت دی چی ننني جنګونه د ملکی تلفاتو څخه ډک وي .
 
امریکا او لویدیځ ملګری یې ملکی تلفات په باک نه راوړي او که یې څه راپور دباندی هم راووزی ، نو « جانبی یا ضمنی » یې وبولي او خپرونی یې هم څه اهمیت نه ورکوی . خو موږ پوهیږو چی د « اشتباه » تکرار ګناه ده او د « ګناه » تکرار جرم او جنایت  دی خو د « جنایت » تکرار بیا هلاکت دی . مګر په دې هم ښه پوهیږو چی د زورورو اوبه تل پر لوړه ځی او « ملامت یا خبیث ! » هم د هغه لخوا را پیژندل کیږی .


وګورﺉ ، نن امریکا څلور زره اټومی توغندي ګوزار ته چمتو لری چی په صرف څو دقیقو کی د مځکی کره ټوټه ټوټه کولای سی . آیا اټومی بمونه کوم قانونی یا حقوقی اساس لرلای سی ؟ آیا هغه د پوځی قرارګاوو لپاره محدود او مشخص کېدای سی ؟ آیا هغه ملکی سیمی او پوځی اډې سره بېلولای سی ؟ آیا واشنګټن پر جاپان باندی د اټومی بمونو په اچولو سره پوځیان ډیر ووژل او که ملکیان ؟ آیا د درو لکو ( یعنی درو سوو زرو ) جاپانی تلفاتو ۸۰٪ ملکی خلک نه وو ؟ آیا امریکا همدا نن یو بشپړ یرغلیز او درغلیز ځواک نه دی ؟
 
وګورﺉ نن په نړۍ کی هر کال د ۶۰ بلیونو ډالرو معادل وسلو او مهماتو سوداګري کیږی چی نیمایی یې یوازی امریکا خرڅوی . په ۲۰۰۹ کی د ۵۷٫۵ بلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو تجارت سوﺉ چی ۴۰٪ یې امریکا وپلورلې او ۲۲٫۶ بلیونه ډالره یې واخیستل . خو تیر کال یې د نړۍ نیمایی او د ۱۲۰ بلیونو ډالرو وسلې وپلورلې .


حساسه باریکی دا ده چی د وسلو پلورل تل د خرڅونکی هېواد خصوصأ امریکا د بهرنۍ تګلارې سره تړلی وی . وګوری د امریکایی وسلو خوڅول پر مصر ، اسراییلو ، اردن ، سعودی عربستان ، کویټ او متحد عربی اماراتو باندی د ایران او سوریې د تهدید په نوم سره کیږی . کولمبیا ته د وینزویلا د خطر په نوم ورکول کیږی . جاپان ، تایوان او جنوبی کوریا ته بیا د چین او شمالی کوریا د خطر په دلیل ورکول کیږی . خو پر یمن او سومالیا باندی یې بیا ځکه خرڅوي چی هلته په کورنیو جګړو کی د امریکا پلویان او ملګری باید وساتی . پوښتنه دا ده چی افغانستان ته یې ولی نه ورکوي ؟ ځواب دا چی د چا په مقابل کی یې ورکړي او په کوم عاید ؟ آیا د پاکستان پر ضد یې ورکړي که د ایران پر ضد ؟ دا چی امریکایی بادار پخپله همدلته په وچ زور راغلی او قابض دی ، نو دې کار ته فعلأ اړتیا نه لیدل کیږی او هېواد پخپله د هغوی د اوږو بار دی .


په هر صورت ، ټول رانیونکي هېوادونه غریب حتی فقیر دي خو په عین حال کی تقریبأ ټوله ظالم ، دیکتاتور ، د بشری حقوقو پایمالونکي ، په جعلی او ساختګی انتخاباتو واکمن او غیر ملی حکومتونه دي لاکن امریکا د خپل ناز په غیږ کی کښېنولي دي .


د امریکایی وسلو مهمی تولیدونکی او خرڅونکي کمپنۍ لاک هیډ مارټین ، ریتیون ، نارتروپ ګرومن ، روسو بورون ایکسپورټ ، بوینګ ، فین میکانیکا ، ډسلټ اوییشن ، جنرل الکټرونیکس او نوری دي . دغه لوی شرکتونه ډول ډول وسلې او تجهیزات تولیدوی او پر پنتاګون یې خرڅوی . نو لومړنی مستقیمأ ستره ګټه او پیسه کشوی خو دوهم بیا هرومرو باید جنګ وکړی او دا وسلې مصرف کړی . ځکه نو کاپیټالیزم او ملیټاریزم لاس په لاس ګرځی او دنیا خرابوی .
 
درېیم ګټمن اړخ هغه کمپنیانی دي چی په اشغالی هېوادو ( مثلأ افغانستان او عراق ) کی په اصطلاح بیا رغوَنه کوی لکه هلیبرټن ، « یو. اس . اې . آی . ډي» ، « کی . بی . آر » او نور . او څلورم ګروپ بیا هغه قراردادي کمپنیانی دي چی « خصوصی » امنیتی خدمتونه پر مخ بیایی لکه پرونی « بلېک واټر » یا نننی « زي » او نور . دغه څلور ډلی په ټولیزه توګه « د مرګونو سوداګر » دي . خو دولتی چارواکی او سیاست وال ، د هغوی سلاکاران او تګلاری جوړونکي بیا « د مرګونو دلالان » دي چی د مرګونو د سوداګرو دلالي کوی .
 
که دا پنځه ډلی سره یو ځای کړو نو کولای سو چی « اقتصادی پرازیټونه » یې وبولو . ځکه دوی ګرده ټولنیزه منابع اخلی خو د ولس لپاره کوم ګټور شی نه تولیدوی بلکی برعکس تولید محوه کوی . نو ځکه ( د مرګونو سوداګران ، د مرګونو دلالان ، اقتصادی پرازیټان ) ننني فرعونیان هم بللای سو چی لورﺉ به یې ژر یا وروسته سره بحیره او هلته ډوبېدل وی او همدا د زوال خدایی قانون دی . والسلام ، ( ن . صمد )