کور / تازه خبرونه / په تالقانو کي د PRT مشورتې څانګه پرانستل سوه

په تالقانو کي د PRT مشورتې څانګه پرانستل سوه

د کندز ولايتي بیا رغونې ډلې ( پي آر ټي)  په تالقانو کې يو مشورتې ډله پرانيسته


کابل – افغانستان ( د مارچ اوله) – د روان زيږديز کال د فبرورۍ مياشتې په 23 مه د کندز ولايتي بيا رغونې ډله د تالقانو په ښار کې يوه دايمي مشورتي ډله پرانيسته.


جرمني چې د شمال د سيمه ايزې قوماندانۍ مشري په غاړه لري، پريکړه وکړه تر څو د مدني روغونې هڅې د هيواد په شمال کې پياوړې او هم د خپلو کړو ژمنو لمنه لا پراخه کاندي. په لمړي ځل په تالقانوکې د دغې ډلې مينځ ته راتګ پوځي ملکي مفاهيمو ته د اوښتنې په لور يو کوټلى ګام ګڼل کيږي.


نوموړې مشورتي ډله، د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه د تخار په ولايت کې د بيا رغونې چارو د لا برياليتوب په موخه په نژدې همغږۍ سره کار وکړي.


د شمال سيمه ايزې قوماندانۍ بيا رغونې ډلو ته ورته،  د ولايتي مشورتي ډلې به هم خپله د پوځي او ملکي مشرتابه ولري. د تخنيکي همکاريو د ټولنې ځايي کارکوونکو ته به چې د يوې اجرائيوي ټولنې په توګـــه د المان د فــــدرالي دولت د اقـتصادي همکاريو او پرمختــګ د وزارت په استازيتوب کار کوي، هـــم د نوموړې مشورتي ډلې په چارو کې ونډه ورکول شي.