کور / تازه خبرونه / په هلمند کي دکوکنارو کارخانه له منځه يووړه

په هلمند کي دکوکنارو کارخانه له منځه يووړه

د يادوني وړ ده چي د ناټو او ايساف د افغانستان مرکزي دفتر تر دې پخوا يوازي په انګريزي او پارسي ژبه خبرپاڼي خپرولې ، د لراوبر ادارې له خوا ددې دفتر له مشر څخه په ليکلې توګه په پښتو ژبه د خبرپاڼو خپرولو مسئله وڅېړله او د هغوی پام يې په دې اړه کار کولو او ارزښت ته راواړاوه . که څه د ايساف د مطبوعاتٍي ادارې د پښتو ژباړني برخه تر نورو برخو په ځنډ خپريږي خو بيا هم  لراوبر له يادي سوي ادارې مننه کوي چي د افغانستان په لومړۍ ملي اورسمي ژبه يې د خبرپاڼو خپرول پيل کړل .


د آيساف او ملي اردو ځواکونو په ګډه د هلمند په ولايت کې د کوکنارو يوه لويه کارخانه له مينځه يوړله 


کابل، افغانستان- ( ٢٦ فبرورى) – د فرورې  مياشتې  پر ٢١ مه نيټه د آيساف سرتيرو او دملي اردو ځواکونوپه ګډه د يوې امنيتى ګزمې پر محال دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې کابو يو نيم ټنه مخدره توکي او يو لړ د مخدره توکو د جوړولو ماشين الات يې ترلاسه او له مينځه يوروړل.  


د آيساف او ملي اردو سرتيرو د غرڅي ډګر د عملياتو د يوې برخې په توګه څو ګزمې چې موخه يي د سنګين ولسوالۍ  د پورتنې برخې د عامو خلکو د پلان شوو حملو ژغورنه بلل شوې ده، په نوموړې ولسوالۍ کې ترسره کړي دي. 


ويل کيږي چې د عملياتو په ترڅ کې سرتيرو يوه زياته اندازه مخدره توکي چې بيه يې کابو ٤٠٠ ميلونو ډالرو ته رسيږي سره له ګند شميرهغو توکو چې د مخدره موادو په جوړولو کې ځيني ګټه اخيستل کيږي په يوه کلا کې  تر لاسه کړي دي. 


وروسته له دې چي موضوع د لوړو چارواکو سره همږغى کړاى شوه، داسى پريکړه وشوه چې يادشوي مخدره توکي دې په سيمه کې له مينځه يوړل شي اودغه راز هغه د مخدره توکو وسايل چي په يادشوي کلا کې موندل شوي دي، په کلا کې د شتو وسلو په مرسته له مينځه يوړل شي. 


د پيښه په اړوند په هلمند ولايت کې د آيساف وياند ډګرمن سيمون ميلر داسې څرګندونې  وکړې: ” آيساف ته دا خبره په ډاګــه شوې ده چې د ياغيتوب او د مخدره توکو د صنعت ترمينځ نيږدې اړيکې سته او دهغه ډول جرمي کړنې پرته له دې چې تاوتريخوالي ته لمن لا نور هم اوږده کړي  چې د آيساف ځواکونه او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د زړه له کومې په دې هڅه کې دي  ترڅو د افغانستان د خلکو لپاره د دغو کړنو مخنيوى وکړي.”  


که څه هم، د مخدره توکو پر ضد هڅې مبارزه  او د قانون د پلي کولو چارې د افغان چارواکو پورې اړوندې مسئلې ګــــڼل کيږي، خو بيا هم آيساف په ځينومشخصو وختونو کې په دهغه څانګه کي محدوده مرسته کوي. که چيرې د آيساف ځواکونه د خپلو عملياتو پر محال مخدره توکي او يا هم هغه وسايل چې د مخدره توکو په جوړولو کې مرسته کوي وويني، نو نوموړي ځواکونه به د دغو توکو په له مينځه وړلو کې مرسته وکړي لکه څرنګه چي يي د فبرورى د ٢١ نيټې  پر محال د مخدره توکو په له مينځه وړلوکې يې  وکړه.