کور / تازه خبرونه / ناټو په سهيل کي د خپل يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړی دی

ناټو په سهيل کي د خپل يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړی دی

ناټو وايي چي د افغانستان په سهيلي سيمو کي يې يو سرتيری د بم چاودني له امله وژل سوی دی ، دا خبره لراوبر د ايساف د کابل د مطبوعاتي دفتر څخه په راغلې خبرپاڼه کي ياده سوې ده ، خبرپاڼه ليکي چي ناټو د خپلي پاليسۍله مخي د وژل سوي سرتيري هويت تر څو چي د سرتيري هيواد يې اعلان نه کړي نه سي په ډاګه کولای ، ايساف دا ځل د پېښي دقيق ځای هم نه دئ په ډاګه کړی ، خو دغه ډول زياتره پيښي په کندهار او هلمند کي ترسره کيږي ، که دا پېښه په کندهار کي ترسره سوې وي نو ښکاره ده چي وژل سوی سرتيری کاناډايي او که هلمند وي نو بيا انګرېز عسکر دی .