کور / راپور / له ېو قام پرست ځوان سره دهڅاند مرکه

له ېو قام پرست ځوان سره دهڅاند مرکه

سوال  :  ته په افغانستان خوشحاله ېې که په پاکستان   ؟
جواب :  موږ دلته دعزت ژوند غواړو  .
سوال  :  له چانه عزت غواړې  ؟
جواب : بس دپنجاب له استعماره چی زما پر وساېلو زما اختېار وې  زما پرخاوره زما حکومرانې وې  زما خپل نوم او فهچان (شناخت ) وې
سوال :  داڅنګه ممکېنېدلای شې  ؟
جواب : بس چی سره ېوشو خپل مشر وپېژنو لاس سره ورکړو او له جمهورې لارې خپل حقوق ترلاسه کړو  .
سوال :  په جمهورېت کښی خو اکثرېت قانون سازی کولای دپنجاب (پاکستان ) په اسمبلې کښي د ۲۷۲ کسانو په وړاندې لس کسه څنګه دخپلې خوښی قانون سازی کولاې شې  ؟
جواب  :  نو بله لار خو هم نشته 
سوال  :  اوس که دپښتونخواسېمی له پاکستانه بېلې شی تاسو به څه کوې  ؟
جواب : موږ اوس پښتونستان نه غواړو ولې چی بېا بې القاعده او طالبان رانه ونېسی ، موږ د بر افغانستان سره يو کېدل غواړو چي ځواکمن او يو موټی هيواد سو .
سوال  :  که امرېکا په وزېرستان او سوات حمله وکړه قام پرست به څه واېې  ؟
جواب  : واضح خبره ده چی مخالفت به ېې کوې ولې چی بهرنۍ خو نشو زغملای
سوال :   عوامي نيشنل پارټۍ چی دخپلې صوبې نوم او صوباېې ازادی غواړې ته پکښی څه واېې  ؟
جواب  : زه واېم موږ ته دقامې ازادې ضرورت دې نه دصوباېې ازادی دا اوسنې پښتونخوا په صوبه کښی خو ټول پښتانه نه اوسې پکار ده چی دټولو پښتنو لپاره ېوه صوبه جوړه شې  .
سوال  :  پښتونخواملي عوامي پارټۍ  ولې خپل سېاست او سېاسی غوښتنې پرېښودلې او دپاکستان دژغورنې لپاره ېې د افغان ملت له تارېخی دښمنانو حمېدګل او قاضی سره اتحاد وکړ  او دپنجابې (مسلم لېګ ) غوښتنې ېې شروع کړې  چی دججانو بحالې او دعدالت ازادې او  د ۱۹۹۹ قانون بېرته بحالول دی؟ 
جواب  :  بس داخو دمشرانو فېصلې دی قاضې خو اوس په افغانستان کښی مداخلت نه کوې او حمېدګل ته مو هم وېلې دې چی زموږ سره ناست ېې نو به دافغانستان پرخلاف نه ږغېږی  .
سوال : قام پرستان ولې د ازادې ېادخپلې خاورې له افغانستان سره دبېرته پېوستون په شرط له امرېکې او نورې نړې سره خبرې نه کوې چی تردې شرطونو لاندې پدې خاوره کښی دنړېوالو په مرسته عملېات تر سره شی او بېا دا تصفېه خاوره افغانستان ته وسپارل شی او تاسو قام پرستان پکښی خپل سېاست او مشرتوب وکړې  ؟
جواب  :  ېاره ته خو داواېې چی موږ هم په پاکستانې فوجېانو ځانونه مړه کوو ېاره داکبر بکټې څه حال وو  بس داخبرې اوس پرېدی چی لوی افغانستان جوړشی بېا به پخپله دا فېصله وشې  .