کور / تازه خبرونه / د دفاع وزارت د ۲۰ تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړئ

د دفاع وزارت د ۲۰ تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړئ

۲۰۰۸مارچ۳


د افغانستان ملي دفاع وزارت د هلمند ولايت دكجكي په ولسوالۍ كي د شلو تنو وسله والو  طالبانو د وژل كېدو او د څو تنو د ټپي كېدو خبر وركړى دى .


په عين حال نړيوالو ائتلافي ځواكونو هم له بګرام څخه د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د ګرمسېر په ولسوالي كي د ګڼ شمير وسله والو طالبانو د وژل كېدو او څلورو تنو د نيول كېدو خبر وركړى دى .


هلمند مېشتو برټانوي ځواكونو  آريانا ټلوېزيون ته ويلي چي دا مهال د ددغه ولايت په څو ولسواليو كي ددوئ عمليات د وسله والو طالبانو پر وړاندي روان دي .


خو تر دا مهاله  وسله والو طالبانو د خپل زيان په اړه څه نه دي ويلي .



د افغانستان د ملي دفاع وزارت  ددوشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼي له لاري د  هلمند ولايت د سنګين په ولسوالۍ كي د شلو تنو وسله والو طالبانو د وژل كېدو او څو تنو  تنو د ټپي كېدو خبر وركړى دى .


په خبرپاڼي كي راغلي دغه عمليات ناټو او ملي اوردو په ګډو تر سره كړي دي چي د طالبانو څخه يې ځيني سپكي وسلې هم لاس ته  ورغلي دي .


خبرپاڼه زياتوي چي په تر سره سويو عملياتو كي د ناټو او ملي اودرو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .


په عين حال كي نړيوالو ائتلافي ځواكونو هم له بګرام څخه  په يوه خپره سوې خبرپاڼه  كي ويلي چي د ګرمسېر په  ولسوالۍ كي يې د خپلو عملياتو پر مهال ګڼ شمير وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه يې ژوندي نيولي دي .


د هلمند مېشتو برټانوي ځواكونو وياند سايمن ميلر آريانا ټلوېزيون ته وويل چي دا مهال د هلمند په څو ولسواليو كي ددوئ پوځي عمليات د وسله والو طالبانو پر وړاندي روان دي او تر ډېره يې سيمي پخپله ولكه كي اخيستي دي .


په هلمند د روانو عملياتو په اړه تر دا مهال وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .


ويل كيږي دا په هلمند كي د هغو عملياتو لړۍ ده چي څو اونۍ مخكي د كجكي په ولسوالۍ كي پيل سوي وه .