د سوداګرۍ وزارت پاکستان ته خبردارى ورکړ

34 | فبروري 17th, 2011


دپاکستان دسيمه ييزو حکومتونو لخوا دافغانستان پر واريداتي توکودايالاتي تعرفو لګول دسوداګريز اوترانيزيټي تړون سره په ټکرکي دي .
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وايي که چيري پاکستان دغه ستونزه هواره نه کړي نو ډير ژر به دافغانستان له ورته غبرګون سره مخامخ شي .
دغه وزارت چارواکي زياتوي دپاکستان حکومت ورسره ژمنه کړي چې ددي هيواد په صوبو کې په ځانګړي توګه په سندکې دافغانستان په واريداتي توکو چې په سلوکې اته تعرفي لګولي دي مخنيوى وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې دسوداګرۍ اوصنايعو خون وايي پاکستان په بيلابيلو پلمو نه غواړي چې په دغه هيواد کې دافغان سوداګرو ستونزي هواري کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024