سرپل: سياد ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

34 | فبروري 17th, 2011


دسرپل ولايت دسياد ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
په شمال کې دپامير د دري سوه دريم زون وياند وايي دسرپل ولايت دسيادو ولسوالۍ دکمال تپي په سيمه کې دوسله والو طالبانودلمنځه وړلو په موخه څلور ورځي عمليات ترسره شول چې په ترڅ کې سيمه له وسله والو طالبانوڅخه پاکه کړه .
نوموړى زياتوي ددغه عملياتو په ترڅ کې نهه حلقي ماينونه هم ددوي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024