کور / هستوي فزيک / ساينس: د ړاندو د لیدوړ انځورنه

ساينس: د ړاندو د لیدوړ انځورنه

د امريكا د اريزونا ايالتي پوهنتون يو داسې چاپ كونكي ماشين او سافټ وير جوړ كړي دي چې د انسان د مخ انځور به په داسي بڼه چاپوي چې ړانده كسان د خپل لامسه حس په مټ د دغه ماشين چاپ شوي انځورونه ځان ته مجسم كړاى شي.


د نوموړي پوهنتون يوه  پروفيسور بواكسين لي وويل: دا نظريه دلمړي ځل لپاره د يوې ړندې څيړونكي له خوا وړاندي شوه چې وروسته دوۍ ورته وده وركړه. ده  وويل چې لمړى سافټ وير انځورونه په داسي بڼه بدلوي چې بيليدونكي نښي يې په ځاى پاتي وي بيا دغه انځور په دغه ځانګړي چاپوونكي ماشين كې چاپيږي. دغه ماشين اوسمهال په زرګونو ډالره بيه لري.