ختیځ خپرندویه ټولنې دوه نوې کتابونه خپاره کړل

64 | فبروري 17th, 2011


ننګرهار : ختیځ خپرندویه ټولنې دوه نوې کتابونه خپاره کړل .


د زړه درد : د ځوان او نوښتګر شاعر نقیب احمد اتل د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چې په اویا مخونو کې په ښکلي ډیزاین او ښه صحافت چاپ شوی دی .
پدغه شعري ټولګه غزلی ، نظمونه او ټپیزې یو ځای شوی دی .
نقیب احمد اتل د ننګرهار په ځوانو شاعرانو کې هغه نوم دی چې هیڅوک یې له لوړ استعداده سترګې نه شي پټولای .
ښاغلی اتل نه یواځې دا چې شاعر دی بلکې تر څنګ یې یو تکړه ژورنالست او لیکوال دې چې د خپلې ټولنې دردونه او کړاونه یې هر وخت د چارواکو تر غوږونو رسولي دي .
مونږ د اتل ددغه شعري ټولګې چاپ د پښتو شعر د پداینې لپاره یو ګام بولو او شاعر ته یې د اوږد عمر غوښتنه کوو .



د حضرت محمد ص د نبوت په اړه د تورات او انجیل وړاندوینې :


 دا د اسلام د ستر داعي ارواښاد احمد دیدات د یوې وینا پښتو ژباړه ده چې ځوان لیکوال انجینر راحت ګل زیارمل په روانه او ساده پښتو ژباړلی دی .
پدې کتاب کې د احمد دیدات د هغه وینا پښتو متن راخیستل شوی چې نوموړی په کې دده او د یو عیسوي عالم ترمنځ د مناظرې کیسه کړې.
احمد دیدات په ډیرې زیرکۍ سره له تورات او انجیل څخه هغه وړاندوینې راخلې  چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد ص د نبوت زیري په کې راغلي دي او د عیسوي پادرې مخ ته یې ږدې د رسول ص د نبوت حقانیت ته یې رابولي .
ددې کتاب په لوستلو به خبر شئ چې څرنګه عیسویان او یهودان غواړې پر هغه حقایقو پرده واچوي چې ددوی په خپلو کتابونو کې د محمد ص د نبوت په اړه د حقانیت په اړه راغلي دي‌.
ختیځ خپرندویه ټولنې دا کتاب داسې مهال خپور کړې چې اوس مهال ( ناموس رسالت ) د نړۍ په کچه یوه مسله ګرځیدلې او د ډنمارک له کارتونیستانو او ژورنالستانو نیولې ان د اسلامي هیواد پاکستان د پنجاب ایالت ت روزیر سلمان تاثیر او شیري رحمان پورې یا خو توهین رسالت کوي او ددغه چارې حمایت کوي .
مونږ د کتاب ژباړن انجینر راحت ګل زیارمل ته د اوږد او سوکاله ژوند هیله کوو او هغه ته د دغسې نورو ګټورو اسلامي کتابونو د ژباړې او لیکلو وړاندیز کوو


 


 


 

Copyright Larawbar 2007-2024