عزيز الله لودين له اداري فساد سره د مبارزې مشر وټاکل سو

د لراوبر اداره | فبروري 19th, 2011


عزیز الله لودین نن د ولسمشرکرزي د فرمان له مخی له اداری فساد سره د مبارزي د ځانګړي اداری د مشر په توګه وټاکل سو.


د نوموړي د کار د پیل په په مناسبت په جوړه سوي غونډه کی د ټاکنو د کمیسیون مشرفضل احمد معنوي، د دغه کمیسیون کمشنر عبدالله احمدزی،  ذکریا بارکزی، د ملي شورا د دارالانشاه ریس ښاغلی ګران او یو شمیر نورو ټیټ پوړي حکومتي چارواکي حاضر ول.


له دې دمخه له اداري فساد سره د مبارزي په ستراتیژۍد څار ادارې مشري ډاکټر محمد یاسین عثماني کوله .


عثماني په دغه اداره کی له تیر څه باندي یوه کال راهیسي د ریس په توګه دنده لرله خو په دغه موده کی افغان دولت تر هر بل وخت ډیر د اداري فساد پر وړاندي په روانه مبارزه کی تر نیوکو لاندي وو.


د شفافیت سازمان وروستي راپور افغانستان ته د مفسدو هیوادونو په کتار کې له سومالیا وروسته دوهم ځای ورکړی وو.


ښاغلی لودین چی اوس د دغي اداري د مشر په توګه ټاکل سوی وايي چی لومړي مرستیال مارشال فهیم ورته په ډاګه ویلي چی له فساد سره کلکه مبارزه وکړي او دی یی تر شا ولاړ دی .


لودین تر دی دمخه د ټول ټاکنو د کمیسیون د مشر په توګه دنده تر سره کړي وه او د تیرو لانجمنو ولسمشرۍ انتخاباتو پر محال هم د دغه کمیسیون مشري ور په  غاړه وه .


په نوموړي تور وو چی د ولسمشر کرزي په ملاتړ یی ډیر کارونه تر سره کړي او له همدغو تورونو وروسته له دندی لاس په سر شوی وو.


د اقتصاد په برخه کی د علمونو ډاکټر عزیز الله لودین وایی چی دی به په لومړي سر کی د خپلي ادارې د اصلاح لپاره کار وکړي تر څو وپوهیږي چی کومي څوکۍ کومو وړ کسانو ته سپارل سوي دي.


هغه فساد د حکومت او ملت تر منځ د واټن د رامنځ ته کیدو اصلي لامل په ګوتو کړ.


د یادولو وړ ده چی له اداری فساد سره د مبارزی اداره له ۲۰۰۵ کال راهیسي جوړه سوي او په دغه موده کی یی ښاغلی لودین پینځم مشر دی چی د ولسمشر له لوري ورته ټاکل کیږي.


له دی دمخه عثماني له هغه دمخه عزیزالله واصفي له هغه دمخه مرحوم ذبیح الله عصمتي او له مرحوم عصمتي دمخه بیا هم لودین د دغه اداري مشري کوله .

Copyright Larawbar 2007-2024