امريکا د انصاري شرکت بر فعاليتونو بنديز ولګاوه
د امریکا دولت د کابل د پیسوپه بازار ( سرای شهزاده ) کی د نوي انصاري شرکت په ګډون د افغانستان په یو شمیر شرکتونو بندیز لګولی .
د امریکا دولت وایي چی دغه شرکتونه د مخدره توکو په برخه کی کار وبار کوي او له دغي لاري تر لاسه سوي پیسي په نورو سپينو پروژو کی په کار اچوي.
نوی انصاري شرکت چی ویل کیږي د افغان یونایټید بانک کی هم پانګونه له څه باندي لسو کلونو راهیسي په کابل کی فعالیت کوي چی تیر کال یی هم په دفتر چاپه واچول سوه اوګڼ اسناد یی ترینه د فساد پر ضد ځانګړوځواکونو له لوري یوړل سول.
نوی انصاری صرافي په کابل، کندهار، هرات،مزار شریف، چین، دوبۍ او یو شمیر نورو اسیایی ملکونو کی دحوالو دفترونه لري چی په افغانستان کې د پيسو د ادلون بدلون لوی مرکز شمیرل کیږي.
واشنګتن وايي په دې ليست کې د شاملو کسانو شتمنۍ به په متحدوايالتونوکې کنګل کېږی او امريکايي وګړي به اجازه ونه لري چې له دوی سره معاملې وکړي.
د انصاري شرکت تر اوسه په دی باب خپل دریځ ندی روښانه کړی .
د امریکا دولت د هغو نورو شرکتونو نومونه تر اوسه ندي بربنډ کړي چی د هیروینو له کاروبار څخه پیسې تر لاسه کوي.