کور / کره کتنه / د ډاکټر اندړ نيوکه او د ولي محمد نورزي څرګندوني

د ډاکټر اندړ نيوکه او د ولي محمد نورزي څرګندوني

پر لراوبر او ژورناليست يوه نيوکه
دا ليكنه څيړنيزه ليكنه نده  بلكې يوه نيوكه اوهمدرانګه يوه ګيله ده. په دې كې شك نشته چې د دې نړۍ ټول وګړي يو څو ګډې څانګړتياوې لري لكه ناروغه كيدل، د درد ، لوږې او تندي احساس كول او داسي نور. يوه په زړه پورې ځانګړتيا چې كيداى شي د ډيرو وګړو ورته نه وي پام شوى دا ده چې ټول وګړي غواړي چې د نورو په پرتله د ځان په اړه ډيري خبري وكړي ، ځان ډير وستايي او د ځان په هكله ډير څه واوري. خو كله كله د ځان ستاينه دومره ورڅخه ډيره شي چې مخاطب وګړي ټول ورته بې عقله ښكاري او داسي انګيري چې د ده اوتي بوتي تر ټولو علمي او خوندوري دي. دغه ډول خلك غواړي چې په هره خبره خپل نظر وركړي او بيا دا تمه هم لري چې خلك دي هرو مرو د ده نظر ورسره ومني. دا ډول خلك بيا د نيوكي توان هم نلري او په نيوكه كونكي باندې يو يا بل نوم ږدي او هغه سپكوي.
په هر حال اوس راځم اصلي مطلب ته. له اوږدې مودې راپه ديخوا يو ښاغلى چې ځان ته ژورناليست او ليكوال هم وايي په لراوبر او ځينو نورو ويبپاڼو كې ليكني كوي. ما ډير كوښښ وكړ چې د پښتني احساس پر بنسټ چوپه خوله پاتي شم خو د ده ورستۍ څو ليكنو دې ته اړ ايستم چې له دغه ښاغلي او د لراوبر له ادارې څخه ګيله وكړم. دا هم بايد ووايم چې دا ګيله او نيوكه هم د پښتني احساس پر بنسټ كوم ، هغه ځكه چې هسې هم اغيار را باندې خاندي چې پښتانه شهنامه ، حافظ ، مثنوي  او داسې نور نه لري ځكه خو يې ادبيات او ليكني كمزوري دي.


اوس راځم د ښاغلي ژورناليست صيب د ليكنو په هكله  يو څو ټكو ته. لمړى ټكى دا چې ژورناليست صيب په خپلو ټولو ليكنو كې د پښتو يې ګانو ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) د كاروني ځاى او ډول هيڅ په پام كې ندى نيولى ، زه فكر كوم چې د دې په هكله چې په پښـتو كې د”ی” ګانو سم ادا كوول او ليكل څومره ارزښتناك دي ښاغلي وكيلي صيب په خپله ليكنه  لیک نښي (Interpunktion)كې پوره مالومات وركړي.


دوهم ټكى دا چې د ښاغلي ژورناليست صيب د ليكنو په مينځ كې په يوه سطر كې په پرله پسې توګه بې ځايه ټكي كارول شوي دي. دريم ټكى دا چې د ښاغلي ژورناليست صيب د ليكنو سرليك د تورات تر آياتونه هم اوږده او بې موازنې دي چې دا خپله د ليكني په كيفيت منفي اغيزه كوي او لوستونكى لا په پيل كې ځان ستړى احساسوي،د بيلګي په ډول “د مصرغورنګ او د خلکو خپلواک زورد ټولو نړۍ خلکوته د عبرت او پند درس“. په دغه سرليك كې لمړى زه  په دې پوه نشوم چې د ژورناليست صيب د “غورنګ” څخه مراد څه دی؟ دوهم دا چې په دغه ځانګړي موضوع كې د “پند او درس” تر مينځ څه توپير دى او څومره د ليكني په كيفيت كې بدلون راولي؟ راځو يوې بلي ليكني ته چې  سرليك يې دى ” د عربي هيوادونو مشران په نري رنځ اخته سول“. په دې سرليك كې زه بيا هم لمړى په دې پوه نشوم چې آيا د ټولو عربي هيوادونو مشران كه د ځينيو؟ دوهم دا چې هغه كسان چې ده ياد كړي لكه زين العابدين بن علي او حسني مبارك لاتر اوسه هم مشران دي ؟ دريم دا چې د زين العابدين ناروغتيا خو مغزي سكته ښوول شوي وه ، نو داسي بريښي چې ژورناليست صيب په طبابت كې هم تجربه لري ځكه خو له اروپا څخه يې د عربي هيوادونو را پرځيدلي مشرانو ناروغتيا تشخيص كړي چې نرى رنځ دى. .دې ډول وينا ته غبن فاحش وايي ځكه چې دا په دې مانا ده لكه سړې چې سپينو شيدو ته تورې وايي. داچې ژورناليست صيب د ليكنو محتوى څومره بډايه ده په دې به لوستونكي په خپله هرو مرو پوهيږي.


په پايله كې زما هيله له درانه ژورناليست صيب څخه دا ده چې وروره چې د ليكنو وخت نه لري له سره ليكني مه كوه ، خو كه چيرته يې كوې نو بيايې د مهربانۍ له مخې له ليږلو څخه مخكي يوځل ولوله او د ژورناليزم په تله كي يې واچوه چې څومره درنده ده؟


همدارنګه ګيله مې د لراوبر له ادارې څخه دا ده چې يا خو ليكنه مخكي له پر ليكه كولو تر پام تيره كړﺉ او يا يې هم كه خپروﺉ نو د ژورناليست او ليكوال په نامه يې مه خپروﺉ ځكه بيا به اغيار وايي چې د دوی ليكوال دومره كمزوري ليكنې كوي نو عام وكړي خو به يې له سره ليكنه نشي كولاى.
په پايله كې ستاسو درنو لوستونكو له وخت څخه ډيره مننه او هيله ده چې زما په دې ليك څوك خوابدى نشي ځكه ما په يوه پښتني احساس يوه پښتانه ته د پښتو د درنښت او لا ودې  لپاره ليكلى دى.


ستاسو ټولو ورور اندړ 






د داکترصیب اندړ د پاملرني وړ:                                                   


د لرا وبر په ښکلي ویب پاڼی کي د ښاغلي داکتر اندړ  د نیوکي او ګیلي په هکله لنډه څر ګندونه:


۲۰ فبروري ۲۰۱۱


داکتر صیب اندړ چه مکمل نوم یی نه دی څرګند کړي. ولی داسی معلو میږي چه د اندړ او داکتر تر منځ به خا مخا کوم ځانګړي افغانی نوم پروت وي. په پښتو کي یو متل دي چه وایی: خبری خوږي کوي، ولي(لکي) او پایلی یی تر خي کوي . را به شو اصلی مطلب ته: چه محترم داکتر صیب خپله  نیو که داسی  پیلوي.( له اوږدي مودي را په دیخوا یو ښا غلی چه ځانته ژور نا لست او لیکوال هم وایی په لر او بر اونورو ویبپاڼو کی لیکني کوي. ما ډیرکوښښ وکړچي د پښتني احساس پر بنسټ چو په خوله پاتي شم خو دده وروستي څو لیکونو دي ته ا ړ ایستم چه ددغه ښا غلي او لر اوبر اداري څخه ګیله وکړم. داهم باید ووایم چي دا ګیله او نیوکه هم د پښتني احساس پر بنسټ کوم).


 ستاسو د پښتني ددی لوړ احساس څخه یوه نړۍ مننه داچه تاسو څه موده پټه خوله ناست واست بیا هم ستاسو ددي اوږدي مودي چوپتیا نه  شکریه .                                                                      


داکتر صیب تاسو زما پر لیکو نو داسی نیوکه کړی ده ، چه ګواکي ما د پښتو ژبی د ) ګا نو څخه سم کار نه دی اخیستي او یا هغه مي پر خپل ځای نه دي استعمال کړي.په دی کي زه د دا کتر صیب نیوکه پر ځای بولم،  اوغواړم علاوه کړم چه د پښتو ژبي د ټولو (ی) ګا نو مرا عا تول د کمپیوتر د کیبورد په ذریعه آسانه کار نه دي.زما د کمپیوتر په کیبورد کښي د  ټولو یادو شوو(ی) ګانو پیدا کول لږ څه ستونځمن ښکاري، دا ځکه چه  د پښتو ژبي د انستال او کښته کولو  پروګرام د هر کمپیوتر د ویندوز د پرو ګرام سره  اړه لري. نو ځکه زما په لیکونو کی به دا نیمګړ تیا مو جوده وي. ولی اوس کرار کرار زه ور سره بلید یږم او په راتلونکي کي به دا ستونځه حل شي. مګر بیا هم انسان له خطا نه خالی نه دي شاید دا خطا ګانی بیا تکرار شي.            


 داکتر اندړ نور د خپلي لیکني په منځ کي  زیا توي چه  زما  لیکني په نورو افغاني ویب پاڼو کی لولي او پر هغو داسی نیو کی کوي :  چه زما                                                              


 د لیکونو په منځ کي په پرله پسی توګه ټکي او یا د سرلیک او متن په کیفیت باندي اوږده او بی موازني لیکنی منفی اغیزه کوي.                                   


په دی هکله باید ووایم چه دغه طریقه هم زما د کمپیوتر د کیبورد نا رسایی ده. دا ځکه که زه یوه جمله تر پایه ونه رسوم بیانو هغه جمله د  ښی خوا نه چپي خو ا ته مو قیعیت نیسي او دجملی توازن را نه ورک کړﺉ، نو  ځکه زه ډیر ټکي ور کوم چه د هغی نیمګړۍ جملی لیکه راسته طرف ته پر خپل ځای پاټی شي. باید بیاهم علاوه کړم چه دغه نیمګړ تیاوي یواځي زما د کمی تجربی  لرل   د کمپیوتر د نوي تیکنا لوژی سره  ا ړه لري.په دی لاره کی به زه نوره هڅه وکړم چه په راتلونکي کی زما لیکنه برابره او ستاندارده راشي..                                    


 ولی د لیکني د متن ، سرلیک او عنوان په باره کې ستاسو نیوکه بي ځا یه بولم ، دا ځکه دغورنګ کلمه په پښتو کی هیڅ معنا نلري دا کلمه اصلآ د غورزنګ  د کلمي په نا مه راغلي ده. که چیری تاسو د بینوا اونورو افغاني ویب پاڼو په ارشیپ کی وګوري، نو هرومرو به د غورنګ پر ځای دغورزنګ کلمه راغلي وي. خو دا یوه املا یی غلطی ده. داچه تاسو لیکلي دي چه زما لیکني په نورو ویب پاڼو کي هم ګوري نو بیا څنګه هلته تا سو د غورنګ او غورزنګ فرق ونه کړاې شو. داکتر اندړ زما د مقالو سرلیک د تورات تر آیا تونو هم اوږد بولي. دا سی معلو میږي چه داکتر صیب د خپلي داکتری نه پرته  د آسمایی کتاب تورات سره هم بلد تیا لري. ستاسو ددی نیوکی سره هم زه موافق نه یم، داچه ستاسو د بر داشت، درک او پو هیالي سطحه څومره او په کومه کچه ده، دا خو دلته له ورایه ښکاري. زما د  مقالو وروستني  سر لیکو نه چه په زیاترو افغاني ویب پاڼو کی چا پ شوی دي په لاندی ډول سره لیکل شوی دي:                                                                                                                           


د منځني ختيځ او شمالی افریقا د عربي هیوادو غور ځول شوی اوپر ځای ناست عربی مشران په او ږده نرې رنځ اخته شول .


   دافغا نستان اوایران اړیکي کومي خواه ته روانی دي.


دتونس غورځنګ عربی نړۍ داوږده خوبه را ویښه کړله


د مصرغورزنګ او د خلکو خپلواک زورد ټولي نړۍ خلکوته د عبرت او پند درس


 اسلام، سوله،(صلح)او جرګه د سیاست په ډ ګرکی


 


ددی مقالو په سر لیکنه کي داسی کومه ځانګړې نیمګړ تیا نشته چه هغه دي خپل مفهوم له لاسه ور کړي وي. بلکه هره کلمه یی د هغه متن سره جوخت  پوره ما نا لري. بیا هم چه ستاسو فکر او سوچ نه ورلویږي دا نو ستاسو د پو هی او سوچ ستونځه ده. په دی هکله غواړم چه د وتلي شاعر او ژورنالست جهانی صیب د مقا لی سر لیک د همدغه هیوادونو په پر تله مثال را وړم لکه:  دمصر او تو نسي پیښي د عبرت او پند در سونه او یا زمونږ د ګران وتلی لیکوال نثار احمد صمد چه سږ کال او پروسږ کال یی د لیکني  او لیکوالي په بر خه کي افغانی او بهرنی جایزه هم و اخیسته ، دسرلیک بیلګه راوړو لکه: د خپلواکي غل او بله مقاله یی چه: د جنګ سره واده. او یا د ګران لیکوال هارون خپل د مقالی سرلیک :افغا نانو ته د تو نسي او مصري پا څون در سونه او یا د الحاج ریښتین صیب لیکنه : د مصر له سترګو او ښکي  بهیږي. او داسی نوری ډیری مقالي شته چه مفهوم او ما نا پکښی له ورایه ښکاري. ولی که څوک سر نه په خلاصوی دانو بیا د لیکوال ګناه نه ده . بلکه د لو ستونکي  د پو هی  د کچي ددرک او بر داشت په معیار پوري اړینه لري.لیکوال همیشه په خپلو لیکونو کي ډول ډول مثا لونه را وړي چه هغه دد ه په لیکنه کي موندل کیږي.                                                                               


 د داکتر اندړ صیب بله نیوکه داده چه ولی ما په خپلو لیکونوکي د شړل شوو او برحا له  عربي مشرانو لپاره د نري رنځ مرض سم نه دي تشخیص کړي  . نو باید  دا کتر صاحب ته د نري رنځ په باره کی هم لږڅه معلو مات ور کړم.


 نري رنځ د سل مرض او یا  دتوبر کلوز ته وايي چه لمړي ځل د بشر یت په تاریخي دوره کی د پخواني یونان سقراط لخواه او په دوهمي میلادي پیړې کی د هغه وخت غټ عالم کلودي ګا لینس اونورو عا لمانو لخواه د  توبر کلوز او یا سل مرض په نا مه پیژندل شوی دي.  په افغا نستان کی د نري رنځ مرض له پخوانه ډیر مشهور دي. اوس ددی مرض  مشهور واکسین( بی.سي جي) دی چه دسل یا نري رنځ  د وقا یی اصلی در مل ګڼل کیږي، ولی تر اوسه پوري په نړۍ ددی مرض د بیخي له منځه وړلو عملي لاره لا نه ده موندله شوي.  د نرۍ رنځ مریضي ډیره خطر ناکه ده، د هوا او اوبو له لاري انسا نانو ته سر ایت کوي، او کرار کرارد انسان ژوند و تدریجی مرګ ته د انتظار شپی او ورځی سبا کوي.


 بلی ما ددی مرض شبیه او بیلګه د عربی هیوادو د شړل شوو او اوسني پر تاخت نا ستو مشران په ګوته کړی دي.که نن دا مشران   د خپل قدرت په ځانګو کی ځنګیږي ولی ډیر ژر به د حسني مارک او بن علی په سر نوشت اخته شي.  داچه مبارک او بن علي په دماغي مریضي اخته دي او یا دواړه د کوما په حالت کی دي، دا به پریږدو وخت او زمان ته ، ګه چیری دوي د خپلوخلکو له خواه د مقام و شړلو ته نه واي اړ شوي نو بیا خو نن هر دواړه جوړ او تیار معلو میدل او د کوما حالت ته به نه رسیدل.


 په ژور نالستي سلیقو او قاعدو کی کله کله داسي جملي او سر لیکونه راوړل کیږي، چه هغه کلیمه او جمله مستقیمه ما نا نه ور کوي لکله څنګه چه تا سو انګیرلی ده ، ولی د مقالي په درشل کی بیا لو ستونکي خپل مطلب ځني را اخیستلای شي. چه ما هم ددوي دواړو تشخیص د اروپا نه دي مالوم کړي چه ددوی مریضی څه شی ده.ولی دیته مي ورته د نري رنځ مریضي نوم ور کړي دي.چه دا په هیڅ صورت سره  د اصلي مرض سره نه مقا یسه کیږي. که چیری مونږ د نړي د پیښو خبر په ورځپاڼو کی ولولو  او بیا هغه په تلویزیون کی ووینو نو راته څرګنده به شي چه د هغی پیښي د خبر تفصیل سره یو شانته نه دي. ولي ځني ارقام یی سره لږ ورته وي.چه زما مقصد هم په دی کی دي.


 را به شو ستاسو بلی نیوکي ته چه زماد ژور نالستي مسلک په اړه دی: ما د ژور نالستي مسلک په څانګه کی خپلي لوړي زده کړي کړی دي. ولي د حا کم رژیم د قدرت مندو واکدارانو له لاسه می په ګران افغا نستان کی د خپل مسلک مطابق کار نه دي موندلي. کله یوه وزارت ته او کله بل وزارت ته  په غیری مسلکي څانګو کي د کو چني مامور په توګه می خپله مقدسه دنده تر سره کړیده. د لوړو زده  کړو په درشل کی مي د افغا نی محصلانو په ډله کي عالی نمره او دیپلوم اخیستي دي. ولي د ګوډاکی حکومت د غلا مانو په اند منا سب شخص ونه ګڼل شوم. نو ځکه د خپلی رتبي نه هم په کښته بس کی د خپل مسلک نه لیري په بله دنده کی و ګوما رل شوم…                                            


 زما مسلک د ژورنالیزم د رادیو او تلویزیون څانګه ده. ولی د وخت دغوښتني او د تکنا لوژی آسانتا یوواو ددوستانو تشویق ديته و هڅولم چه کله کله په افغانی ویب پا ڼو کي خپل شخصي نظر د مقالي او لیکني  په بڼه ددوستانو سره شریک کړم، ولی ستاسو غوندي داکتران بیا لکه تبلیغی ملا یان مخکي لا انتظار باسی ، چه کومه جمله او کلیمه را نه هیره شوی ده او د ژور نالیزم په تور می غټه ګناه  کړی ده او که قدرت در سره وای نو بیا  زما دسر سودا هم ستاسو په لاس کی وه. ما چه خپلی مقالي د متعلمي او بیا د معلمي په دورو کي په ۱۹۷۲ نه تر ۱۹۷۸ کاله پوري د ګران هیواد په ورځپاڼو لکه  انیس، هیواداو جمهوریت کی خپر ولي نو هلته تا سو نه واست چه د پښتوژبي د ګرامر درس را ته راکړي.په ۱۹۹۰ میلادی کال کی د کړ کیچني وضع له وجي دهیواد نه مها جرت ته مجبور شوی یم ،او څه باندی لس کاله کیږي چه د خپل هیواد نه پرته دریم هیواد هالند ته راغلی یم. په دغه شلو کلو کی مي په پښتو او دری ژبه لیکنی نه دي کړی ولی څه کم یو کال کیږي چه د انترنت د آسانتاوو پر بنسټ څه شی لیکم او  یا د نورو افغانی دوستانو مضامین وایم،  چه هغه هم ستا سو په شان  د ځینو بخیلو  افغا نانو بی ځا یه غبر ګونونه  چه نه خپله څه لیکي او نه هم بل کار ته پریږدي  او  پښتني احساس مو هم تر هر چا لوړ د. دلر او بر څخه هم ګیلي کوي چه ولی داسی لیکني نشر ته سپاري.ګران داکتر صیب ته  باید څر ګنده کړم چه ما هيڅ وخت  دغه لیکونه ته د ژور نالست او لیکوال نوم نه دي ورکړي، او یواځي مي خپل نوم ور کړي دي. ولی د سایت چلونکي یو ځانګړي جدول لري چه هلته نوم، لیکوال، سرلیک او متن باید خا مخا ولیکل شي او بیا وروسته  د مضمون لیږل استول کیږيٍ. که چیری می چاره در لودلي د ژور نالست او لیکوال کلیمه می هم د ځان څخه توږله ، تر څو ستا سو په شان مفت خورو او بی پتو پښتنو د بیځا یو نیوکو څخه به هم خلاص وای. ولی سالمه او پر ځای نیوکه  بیا د سترګو په لیمو د منلو اوقبلولو وړده. تاسو لیکلی دي چه زما دي ډول وینا ته غبن فا حش وایی. واه واه داکتر صیب ستاسو ددی ستر پیښتني احساس څخه:


 دلر او بر، بینوا،ټول افغان ،دعوت اونورو ویب پاڼو چلونکو ښکلو  ځوانانو دی کور ودان وي. چه په خپل شخصی لګښت  یی د افغا نی وړونو لپاره  د ویب پاڼی په واسطه  دی چو پړ ته ځانونه قربان کړي دي. چه د اپه خپله د افغا نانو او ګران هیواد په کچه سره لو یه سر ښندنه  ا وخو ا خوږی ده، ولی تاسی بیا آرام د عینکو د زره بین په هنداره کی دخیا ل پلو خو بو نه ویني.چه کومه غلطی به بیا چیري پیدا کړم.که چیری تاسو زما دلیکني د سرلیک اویا ټکوپه باره کي نیوکه در لودلي نو بیا هيڅه خبره نه وه ولی تاسو وار په وار تکراروي چه ښا غلي ژور نا لست……. او داسی نور. داسی معلمو میږی چه تاسو ما او زه تاسو ښه پیژنم نو بیا ولي د غله په شان د مستعار داکتر اندړ په نا مه د توري پر دي  شاته ځان را ښکاره ګړي.او خپل ګوزار وکړي او بیا ځان دداکتر اندړ کندو ته ور وا چوي.او په پایله کي زما د دیرش کلني دوری ژور نالیزم ته د پای ټکي ایږدي او راته وایی چه لیکني نور مه کوه. زه خو دداسي کینه اړخو، بخیلو او بی پر وا وګړو نه ترس نلرم او نه هم  دخپلو خلکو د خد مت څخه ځان کاږم ولو که زما دسر په زیان هم تما مه شي.  ولی دومره باید ووایم چه د لیکني شهرت ما ته دچوکي ، پیسو او نورو مادي  ماد یاتو مقام نه راکوي.  او نه هم زه دکرزی په دغه فاسد حکومت کی د ګډون علاقه لرم.


 


 والله الخیر