کور / کیسه / له خپل مسئولیت څخه مه غافله کېږی!

له خپل مسئولیت څخه مه غافله کېږی!

که چېري موږ ځوانان په مقابل لوري د انتقاد پر ځای خپل ځان ته فکر وکړو او اصلاح یې کړو په دې سره به زموږ ټولنه د ویاړ او سرلوړۍ څښتنه سي.
انتقاد باید د جوړوني لپاره وي نه د تخریب لپاره.
بې ځایه انتقاد د وخت بربادي ده نه د حالاتو سمون.
که چېري زموږ کړني بې مسئولیته وي د مقابل لوري څخه د مسئولیت هیله نسي کېدای.زموږ ځوانان د فاسدي ادارې د سمون لپاره د ځان د استعداد احساس نه لري دوی په دې ټینګار کوي چي ٬٬زه یوازي په ټولنه کي څه رول لوبولی سم٬٬ په داسي حال کي چي حساب له یوه څخه شروع کېږي.چي ښه بېلګه یې د (محمد بو عزیزي) ده چي خپل ځان یې د دې نړۍ له ستونزو په امان کړ او ټوله طونس یې د زین العابدین او د هغه د فاسدي ادارې له شر څخه خلاص کړ.که چېري موږ د دې څرګند حقیقت ادراک وکړو چي بدلون د یو کس څخه شروع او په تدریج سره په ټولنه کي خپرېږي،نو په دې سره هغه فکر چي ٬٬زه یوازي په ټولنه کي څه رول لوبوی سم٬٬ ناسم خېژي.په هغه ټولنه کي چي په اداره کي یې فساد،بې امنیتي،بې روزګاري او نااهله چارواکي وجود ولري موږ ځوانان یې باید د خپل ملي احساس او مسئولیت له مخي مخه ونیسو،که څه هم د دې هیله نه وي چي په اصطلاح ((دا وړۍ به شړۍ سي))ولي څه ناڅه مثبته پایله خو لرلای سي.
د هغو هیوادونو ځوانانو چي خپل ملي او د ځان مسئولیت درک کړی وي په حقیقت کي یې هیواد د نړۍ د پر مختللو او سوکالو هیوادونو په کتار کي درولی دی او هم هڅي کوي چي ویې دروي. موږ افغان ځوانانو د خپل هیواد،د خپل اولس او د خپلو ځانو سره څه کړي دي؟!
آیا موږ د خپل ملي مسئولیت څخه خبر یو؟
په لوی لاس د خپل هیواد لپاره د سرطان باعث سوي یو!!!
وروروژنه،قاچاق،ترور،قتل،د ښوونځیو ورانول او حتی چي پلچکونه هم روغ نه دي راسه پاتي.
په ټوله نړۍ کي سیاستپوهان د خپل هیواد د ګټو ساتنه کوي یعني تر مرګه د خپل هیواد او هیوادوالو د ګټو څخه دفاع کوي،خو زموږ سیاستپوهانو همېشه د نورو د ګټو ساتنه کړې ده.
دا زموږ د ځوانانو مسئولیت دی چي د داسي ناسور مخه ونیسو ځکه د ټولني هر شخص د خپلو کړنو مسئول وي.
د بل د ناسم رول تقلید او تکرار د ټولني د زوال سبب کېږي چي موږ داسي حالات په خپلو سترګو مشاهده کړي هم دي.
نو لهذا د افغان ځوانانو څخه مي هیله داده چي د شپې له تاریکۍ څه شکایت او سرټکونه ونه کړي بلکه هر یو د خپلي برخي تیاره روښانه کړي چي په دې سره به زموږ او ستاسي ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ په لور روانه سي