افغان پوځي پرون درې جرمنیان وژلي وو
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی پرون چی په پلخمری کی کوم افغان پوځی پر جرمن پوځیانو ضربه کړې وه ، درې پوځیان یې ووژلي وو ( حال دا چی پرون د یو جرمن پوځی د وژلو خبر ورکول سوی و) . راپور زیاتوی چی په دې حمله کی هغه شپږ نور جرمن پوځیان ټپي کړي دي خو نورو جرمنیانو دغه افغان عسکر هم پسی وویشت .
راپور زیاتوی چی جرمنی په افغانستان کی ۵۰۳۰ پوځیان لری او تر اوسه یې ۴۸ پوځیان وژل سوي دي .