کور / کیسه / دا زندان د ماتیدو دی

دا زندان د ماتیدو دی

نسيم ووې د ګل غوږ كي بدل سو د ياراني رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنګ
فاضل استاد بینوا

زمانه لګیاده خپل رنګ بدلوي .
د اسارت قفسونه ماتیږي او د ازاد ژوندانه تازه هوا را الوتي.

د اختناق زاړه قفسونه او زنګ وهلي پنجرې په ماتیدو دي او د ازاد طبیعت ازاد مارغان یوځل بیا د ازادۍ لپاره وزرونه ترپوي.

نور، د ازاد او ښکلي طبیعت دا ازاد او په طبیعت کي خپلواک موجود د استبداد او دیکتاتورۍ ترتورو تمبوشاته نسي پاتیدای .
نور دامنحوس زندان د زغملو نه دی ، او دادی ددي زندان ماتیدل پیل سوي
««««««««

هغه دی، په ټونس او مصرکي د ازاد ژوند نغمه وږغیدل.
څونه له هیجانه ډکه مترنمه نغمه ده .
څونه ويښونکي او پارونکي.
دا نغمه پرنورو ولسونوزیری کوي ، چي نور د دیکتاتورۍ د کړغیړنو قفسونودماتولو او دبندي ولسونودازادولو وخت راغلی دی.

هلته زماني رنګ بدل کړ او د زورو زر اوسپنیزخو سولیدلي او په وینو سره دیوالونه ونړیدل او د ولسي ارادي ازاده او رنګینه فضاخوره سوه .

هو!
نور ، نو د زورسالارۍ دا بدرنګه او خونخوار قفس د سوځولو دی.

«««««««««

بلي !
دا نوی دور دی، په دي دورکي باید زاړه شیان په نوي بدل سي.

ددي دور تقاضاده چي د طبیعت ټول ازاد مخلوقات د خپلي طبیعي ازادۍ څخه برخمند سي.

د مريیتوب او بادارۍ دور ختم دی ، تساوا او برابري دنن غوښتنه ده .

نو !
اې، د یویشتم قرن انسانه !
پاڅه !
مات کړه ! دا داسارت او استبداد زندان !

«««««««««

اې د ظلم او زورواکۍ په قفس کي بندو ملتونو!
پاڅئ! ځانونه د نوي ژوند فعالیت ته اماده کړئ .
پاڅئ !
دازاړه او زنګ وهلي قفسونه له سره مات کړئ او ځانونه الوت ته تیارکړئ
اې داسارت په بند کي پاته قیدي !
زمانه بدله سوي ، زندانونه په ماتیدودي خو داسي نه وي چي ته لاپه مات سوي زندان کي بیده پاته یي.

ویښ سه ! او د ازاد ژوند او ولسواک نظام مزایا وڅکه !