کور / سياسي / که امریکا ووزی ، نو ؟

که امریکا ووزی ، نو ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ـ ځینی کسان په اغماض او ځینی په بې خبرۍ یا بې توجهۍ سره ادعا کوی چی که امریکایی او بهرني پوځیان له افغانستانه ووځی ، نو ګواکی د وینو ویالې به وبهیږی او یا دا چی ګواکی پاکستان به خپل ګومارلي راباندی مسلط کړی . خو که دغه ډول حیلې ، عقیدې او پلمې سره توحید کړو نو لاندینۍ انګیرنی به ولرو :
۱ ـ ځینی کسان او مشخصی حلقې ادعا کوی چی که امریکایی او بهرني پوځونه ژر ووزی ، نو طالبان به بیا واکمن سی او هېواد به ګواکی بیا تاریکو پیړیو ته روان سی ؛
۲ ـ نور معلوم الحاله کسان بیا ادعا کوی چی پنجابیان به ګواکی خپل ایجنټان راباندی واکمن کړی ؛
۳ ـ بله ډله او ځینی وابسته حلقې بیا ادعا کوی چی یو ځل بیا به امنیت له منځه ولاړ سی ، داخلی جنګ به پیل او ګواکی د وینو ویالې به وبهیږی ؛
۴ ـ خو لویدیځ وال خصوصأ امریکا بیا ادعا کوی چی القاعده به بیا رامخته سی ، امریکا او لویدیځ به وخوری ؛


د لومړنیو درو انګېرنو مخکښان زیاتره د فعلی ترَپلی رژیم پرسونل یا د هغوی وابسته ګان ، یا مادیات پرستان ، یا سیکولران ، یا دیموکراسي میَنان ، یا کمونیسټان ، یا شمال اییتلافیان ، یا طالب دښمنان ، یا پښتني ضد غمازان ، یا تجزیه طلبان ، یا لویدیځ پلویان ، یا فمینسټان ، یا عُقده یان ، یا ایران پلویان ، یا پاکستان دښمنان ، یا بې خبَران او یا هم دا ټوله دي .
خو د څلورمی انګېرنی مخکښان او تبلیغیان بیا په خاص ډول سپینه ماڼۍ او په عام ډول لویدیځ چارواکی او د هغوی عقیده وال دي .


ښه به دا وی چی د دې ذهنی ، عقیدوی او عُقدوی ادعاګانو دفع او رفع مختصرأ په دوو برخو کی وکړو . لومړی به د اشغالګرانو انګېرني او بیا به د افغانانو انګېرنی وشنو .


لومړی :ـ
دا چی سپینه ماڼۍ او ملګري یې ادعا کوی چی که موږ له وخته مخکی ووځو ، نو طالبان به بیا واکمن سی او القاعده ته به پناه ورکړي . هغوی به موږ او زموږ ملګری هدف وګرځوی او تر ګوزار لاندی به مو راولی .
خو تر کومه ځایه چی تیرو لسو کالو وښودل ، د افغان جنګ حقانیت او مشروعیت وختی لا ختم سوی دی . ځکه د سي آی اې لوی ریًس « لیون پنیتا » تیر کال اعتراف وکړ چی « په افغانستان کی صرف ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده وال پاته دي او بس » . نو ځکه دغه جنګ د یو چا په نوم د بل چا سره کیږی او په درواغو سره مخته ځی . آیا د ۵۰ الی ۱۰۰ جنګیالیو په مقابل کی د یونیم لک (۱۵۰۰۰۰ ) بهرنیو او درو لکو (۳۰۰۰۰۰ ) داخلی پوځیانو جنګېدل موجه ، معقول او حق په جانب ثابتېدای سی ؟
دوهم دا چی ننني طالبان پروني طالبان نه دي . هغوی چی په شلمه پیړۍ کی ویډیو ، کېمره ، کمپیوټر او ټلویزیون ماتول خو په یوویشتمه پیړۍ کی په همدغو وسایلو سره تر خپلو ټوپکونو هم ډیره تونده او مؤثره مبارزه کوی چی لویدیځ وال یې سخت نا آرامه کړي دي . بل دا چی هغوی څو واره په خپلو اعلامیو کی چلنج ورکړی چی موږ به هیڅ بهرنیً جنګیالیً یا بهرنیً هېواد پرې نږدو چی افغانستان د بل چا یا بل هېواد پر ضد استعمال کړی او یا زموږ په کورنیو چارو کی هر ډول تشبث او لاس وهنه وکړی .
درېیم دا چی بن لادن او د هغه ملګري او په مجموع کی ټول القاعده وال به نور په افغانستان کی قطعأ ځای و نه لري ، ځکه :
الف ـ د امریکا خپل جاسوسان به یې وروښیی ؛ ب ـ ګاوندیان به یې وروښیی ؛ ج ـ شمال اییتلاف به یې وروښیی ؛ د ـ امریکایی خاص ځواکونه به یې کشف او ووژنی ؛ و ـ پخپله بې پیلوټه طیارې به یې معلوم او ووژنی .
القاعده مشران چی اوس پټ او ورک دي ، وروسته به څنګه راښکاره او فعال سی ؟ نو فلهذا، دا هیڅ معقول او مقنع دلیل  نسی کېدای .


حتی ځینی امریکایی چارواکو ( منجمله پخپله جورج بوش ) داسی افسانه هم اختراع کړې وه او فعلأ هم ډېرﺉ امریکایی چارواکی دوام ورکوی چی که امریکایی پوځیان له افغانستانه راووزی ، نو ګواکی القاعده به کامیابه سی حتی امریکا ته به هم راپسی راسي . خو دا ادعا هم کورټ درواغ ده . وګورﺉ ، کله چی امریکایان د ویتنام څخه ووتل نو ویتنامیان امریکا ته پسی ورنغلل ، او کله چی شورویان د افغانستان څخه ووتل نو مجاهدین روسیې ته پسی ورنغلل . اوس به نو دغه محدود شمیر القاعده وال ( چی تر اوو پوښونو لاندی پټ دي ) څنګه په هغوی پسی واشنګټن ته ورسي ؟ پس حقیقت دا دی چی امریکې افغانستان د یو بل « هدف » لپاره نیولی دی او د وتلو هیڅ اراده نه لری مګر دا چی په وچ زور وشړل سی .


وګورﺉ ، جنرال ډیویډ پترس واضحأ اعتراف کوی چی « موږ د افغانستان څخه څو لسیزی نه وزو … دا یو داسی جنګ دی چی موږ د خپل ژوند پر اوږدو پکښی دخیل یو ، او ښایی زموږ د اولادونو د ژوند پر مهال هم جاری وی . » دا لا څه ، د دفاع وزیر رابرټ ګېټس هم داسی اعتراف وکړ : « موږ د افغانستان څخه د تل لپاره نه راوځو . موږ هغه اصلأ نه پریږدو . » ښه ، آیا اوس هم څه شک او شبهه سته چی امریکایی اشغالګران ژر نه وزی ؟ آیا اوس هم د هغوی دا بېره چی وایی طالبان به واکمن یا القاعده به برېمن سی ، معقولیت لری ؟ آیا پورتني اعترافات دا نه ثابتوی چی امریکا افغانستان د اوږدې مودې او یو « بل هدف » لپاره نیولی دی ؟ آیا پورتنۍ ټولی انګېرنی او ادعاګانی یې په شواهدو سره درواغ نه دي ؟
دا چی ځینی معززین امریکایی اشغالګر پوځ او د هغه کنجوغه ناټو ته برأت ورکوی او حساب کتاب یوازی د کابل د ګوډاګي رژیم سره لازم بولی ، د اصل څخه فرع ته روان دي . باید وویل سی چی د کابل رژیم خو د لومړۍ ورځی څخه همدې واشنګټن د چل او تزویر په توګه تخلیق ، صادر ، نصب او « قانونی !! » کړ او هغه خو تر همدغی پوځی نیونی وروسته زوکېدلی دی ( دوې رایی د یوولس رایو په مقابل کی د هر چا ښه په یاد دي ) !  امریکا د بُن د هماغی غونډی راهیسی زموږ لپاره د « دیموکراسۍ ! » د بنسټ ډبره کږه ایښې ده . نو ځکه د کابل رژیم اصلأ په حساب کی نه راځی بلکی د بدۍ او شرارت موږﺉ یوازی او یوازی واشنګټن دی او بس .


دوهم :ـ
که امریکا او ټلواله یې ووزی ، انشاالله د پنجابیانو او اخوندانو د بزکشۍ وری به نه راڅخه جوړیږی ، ځکه د شلمی پیړۍ شرایط په یوویشتمه پیړۍ کی نور نو صدق نه کوی . پنجاب که دومره ښه دی خپل لاهور او کراچی دې امن او وساتي . هغه به موږ څنګه اېل او مریًیان کړای سی ؟ هغه نن اټومی ځواک دی خو زموږ ساده او بې وسلو افغانانو څخه بیریږی . دا څنګه یوازینی نړیوال زبرځواک او د هغه ۲۶ ناټویی قدرتونه دي چی نه  یې روس او نه یې هم چین تاب لری خو یو څو « اجیرو ! » راګیر کړي دي ؟ که واشنګټن او د هغه ګومارلي درواغ نه وایی ، نو ولی خپل یونیم لک کمپیوټری مجهز پوځیان او درې لکه هم داخلی پوځیان پر ګډه پوله نه ځای پر ځای کوی چی دننه په کلیو او وطنونو کی تباهۍ ورباندی کوی ؟ بل دا چی پاکستان دومره افسانوی طاقت له کومه کړ چی د بل چا په هېواد کی « زمریان ! » او « ناپلیونان ! » مات کړی خو د خپل هېواد ( په تیره کراچی ) پر چړپېدلې اوضاع غیږ نسی راګرځولای ؟ ښایی هغه به په افغانانو کی خپل ایجنټان ولری مګر د یو تریخ حقیقت په توګه اوسنی مقاومت د هغوی تابع او د هغوی نوښت نه دی او نباید چی خپل ټول ویاړ مفت د هغوی په کثیفه ځولۍ کی واچوو .


که د افغان ولس اوسپنیزی ارادې پرون شوروﺉ یرغلګر پر ګونډو کړ او نن د امریکایی زبر ځواک سره بریمني ډغری وهی ، نو پنجاب به څنګه باداري پرې ومنی ؟ پنجاب او افغانستان په تاریخی لحاظ خپل د بادارۍ او غلامۍ دریځ ښه سره معلوم کړی او ویشلی دی . دواړو عملأ امتحان ورکړی دی ! نو دا که څوک د افغان مسلمان ولس خپله اسلامی داعیه او اسلامی ارزښتونه د پنجاب لارښوونی بولی ، یوازی ځان غولوی او اغزي کری .
دا صحیح ده چی اسلام آباد او د هغه دوږخی آی ایس آی زموږ د هېواد او خلکو سره ستر  ظلم او خیانت کړی دی او فعلأ هم پایښت ورکوی ، مګر دا هم تر لمر سپینه ده چی زموږ افراطی بدګومانۍ او منفی  بافۍ هم د رغنده خلاصون لاره اغزنه کړې ده او خپل ویاړ مفت هغوی ته منسوبوو . هوښیاران پوهیږی چی افغانان د اسلام ، خپلواکۍ او جهاد استادان پاته سوي دي او پنجابیان یې شاګردان . اوس که څوک دا معادله سرچپه تعبیروی ، په ولس به یې کله هم و نه منی او افغانان ښه پوهیږی چی څوک څوک دي !! نو د بهرنیو په وتلو سره به نه پنجابیان پر موږ واکمن سی نه امریکایان او نه هم اخوندان یا بل څوک . بلکی همدغه رنځېدلي او غمځپلي افغانان به انشاالله په خپل مټ د خپل هېواد څښتنان او واکمنان کیږی . خو شرط یې دا دی چی شکاکان او بدخواهان د شپږم حس څخه نوره ډډه وکړی چی هماغه بدګوماني ، شک او عمدی یا غیر عمدی عُقده ده . امریکا چی وزي حتمأ شرایط ایږدی ( چی نه به القاعده راځی ، نه به پاکستان ته سپارل کیږو نه تهران ته ، نه به څوک د پخوا غوندی په وچ زور واکمن کیږی او نه به هم اوسني واکمنان له منځه ځی ) . بلکی یوه عامه او سراسري مفاهمه ، موافقه او فیصله به کیږی چی له امله به یې د پنجاب ، تهران ، او ماسکو مخونه تور سی او د متقابل ضمانت او تعهد په نتیجه کی به هر څه انشاالله خدای سم کړی خو د دغسی بدلون د تحقق لومړنی شرط دا دی چی باید په ځانونو کی یې د بدلون څخه راپیل کړو ، یعنی تر څو چی اول په خپلو ځانونو کی مثبت بدلون را نه وړو ، الله مو حالت نه رابدلوی ( الرعد ۱۱ ) . والسلام ، « ن . صمد »