کور / نوميالي / د هنري طرز وتلي ستوري کونسټېنټین د زوکړي ۱۳۵ کاله پوره سول

د هنري طرز وتلي ستوري کونسټېنټین د زوکړي ۱۳۵ کاله پوره سول

د نن څخه پوره ۱۳۵ کاله مخکي د رومانیې د هوبیټا په ښار کي کونسټېنټین برانکوأین (۱۸۷۶ فبروري ۱۹) وزېږېد . د نړۍ په کچه مشهور او وتلی مجسمه جوړونکی او کاڼی توږونکی کونسټېنټین د خپل ژوند زیاته برخه په فرانسه کي تېره کړې ده . ویل کیږي چي هغه په ماشومتوب کښي هم د لرګیو او نورو موادو د توږولو سره زیاته مینه لرله .


کونسټېنټین د موډرنیزم* نومي سټایل د مهمو او مشهورو مجمسمه جوړونکو د ډلو څخه دئ . نوموړی د خپلو هنري کارونو له برکته تر نن ورځي پوري د نړۍ په ګوټ – ګوټ کښي یادیږي . *موډرنیزم په عمومي ډول هغه هنري ډول او طرز ته ویل کيږي، چي عصري افکار، چل او چلند یې مهم پيغام وي .


تکړه ماهر کونسټېنټین په ۱۹۰۳ عیسوي کال کي د مونش ښار ته سفر وکړ او د مونش څخه وروسته د فرانسې پلازمیني پاریس ته ولاړ .هغه د فرانسې د “ایکول دې بو-آغت” نومي ښوونیز مرکز د “انټونین مېرثي” په ورکشاپ کښي دوه کاله کار وکړ . ورپسې نوموړي ته د “اګوستو روډین” ورکشاپ لپاره بلنه ورکړل سوه . شاوخوا دوې میاشتي وروسته یې د “اګوستو روډین” ورکشاپ سره کار پرېښود.


د کونسټېنټین مړینه او میراث :


کونسټېنټین د ۱۹۵۷ میلادي کال د مارچ په ۱۶ – مه نېټه په ۸۱ کلنۍ کي په پاریس کښي وکوچېد او هلته خاورو ته وسپارل سو. نوموړي ۱۲۰۰ انځورونه او ۲۱۵ جوړي سوي هنري مجسمې تر شا پرېښودې . د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي په بیلابیلو موزیمونو کي د نوموړي د لاس نښي شتون لري، د بیلګي په توګه د نیویارک په “موزیم آف موډرن آرټ” کي، د رومانیې په مرکز بوچاریسټ کي د”نېشنل موزیم آف آرټ آف رومانیا”، په واشنګټن ډي سي کي “نېشنل ګېلري آف آرټ” او یو شمېر نور مشهوره موزیمونه .



په ۲۰۰۲ ز کال کي د کونسټېنټین د “Danaide” نومي مجسمه په ۱۸،۱ میلیونه ډالرو وپلورل سوه، ذکر سوې بیه د یوې مجسمې لپاره هغه مهال تر ټولو لوړ ترینه بیه بلل کېده . د ۲۰۰۹ ز کال د فبروري په ۲۳ – مه نېټه د نوموړي د “Madame L.R.” مجسمه په ۲۹،۱۸۵ میلیونه یورو ( = ۳۷،۲ میلیونه ډالره) وپلورل سوه، چي ددې سره سم ددې مجسمې بیې نړیوال ریکارډ مات کړ .


د کونسټېنټین د مهمو کارونو څخه یې یو شمېر په لاندي ډول دي :
۱. په ۱۹۰۸ز کال کښي “Sleeping Muse”
۲. په ۱۹۰۸ ز کال کي ” The Kiss”
۳. په ۱۹۱۱ ز کال کي “Prometheus “
۴. په ۱۹۱۳ ز کال کي “Mademoiselle Pogany”
۵. په ۱۹۱۵ ز کال کي “The Newborn”
۶. په ۱۹۱۹ ز کال کي “Bird in Space ”



مشهور او وتلی مجسمه جوړونکی او کاڼی توږونکی کونسټېنټین


Sleeping Muse 1910


په پاریس کښي د کونسټېنټین د کارونو د کلیکسون مرکز


"The Endless Column" په رومانیه کښي چي په ۲۰۰۰ ز کال کي ترمیم کړل سو


"Bird in Space" (۱۹۲۳) د کونسټېنټېن مشهوره پاته شوني دئ