د ولسي جرګې ټاكنو د رايو بيا شميرنه پيل شوه

رحمت الله تنها اندړ | فبروري 19th, 2011


د بي بي سي په حواله د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې د ولسي جرګې په تير ټاكنو كې د درغليو له امله د دولسو ولايتونو د رايو بيا شميرنه پيل شوه او پتيل شوې ده چې د نورو ولايتونو د رايو بيا شميرنه به هم په راتلونكي ورځو كې پيل شي.
لويه څارنوالي وايي چې د بيا شميرني بهير د يو ځانګړي كميسيون له خوا چې د ټاكنو كميسيون ، د كورونيو چاورو وزارت ، قضايه قوه او  مدني ټولنه په كې شامل دي ترسره كيږي او د افغانستان لويه څارنوالي د څارونكي دنده لري.
دا په داسي حال كې ده چې تير اونۍ د ولسي جرګې وكيلانو د انتخابي مشر د نه شتون سره سره د ځانګړي محكمې د شتون په اړه رايه واچوله او د د رايو په مطلق اكثريت يې دا محكمه  نا قانونه وبلله.  

Copyright Larawbar 2007-2024