کور / هستوي فزيک / ساينس:د انسان د پوستكي چاپوونکی جوړ شو

ساينس:د انسان د پوستكي چاپوونکی جوړ شو

د امريكا د ويك فورسټ انستيتوت څيړونكي وايې چې دوى د انسان د پوستكي د چاپولو په يوه ځانګړي چاپ كونكي كاركوي چې په راتلوكي كې به د انسان پوستكى چاپوي.
 دغه پروژه د هغو امريكايي پوځيانو لپاره پيل شويده د كومو چې په جګړه كې پوستكى سوځيدلي. د دغه انستيتوت مشر ډاكټر انټوني اتالا وويل چې: دوى لمړى د كمپيوټر د چاپونكي د رنګ په عادي دبلي (كارټريج) كې د انسان له پوستكي څخه اخيستل شوي ژونكې اچوي او بيا يې د يوه ځانګړي تخنيك پر مټ چاپوي. پروسه داسي پيليږي چې لمړى د ناورغ له پوستكي څخه وړه ټوټه جلا كيږئ، د ټوټې د كيمياوي ځانګړتياوو له پوهاوي څخه وروسته دې ژونكو ته ورته ژونكي په كيمياوي كړنلاورسره جوړيږي او چاپونكوي ته اچول كيږئ. وروسته بيا چاپونكى د ناورغ په سوځيدلي ځاي ښوول كيږئ او هلته د ناوغ پوستكي ته ورته پوستكى چاپوي.
د يادوني وړ ده چې دغې پروژې ته د امريكا د دفاع وزارت ۵۰ مليونه ډالره ځانګړي كړي چې په راتلونكي پينځو كلونو كې به په دې پروژه ولږيږي.