کوټه:د پښتونخوا ايس او له خوا د مورنيو ژبو ورځ و لمانځل سوه

مالک اڅکزی - کوټه | فبروري 21st, 2011


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ځوان سازمان پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن له خوا ۲۱م فروري د مورنيو ژبونړيوالي ورځي په مناسبت و لمانځل سوه۔لار يونکونکو د کويټي ښار په بيلابيلو لارو تګ وکړ او په آخر کښي د کويټي پريس کلب مخ ته د يو جلسې په څير جمع شو۔ دسازمان لومړي سيکرټري احمدجان، کبير افغان او مالک اڅکزئي په خپلو ويناوو کښي دجلسې په محال زياته کړه چي موږ د ډاکې پوهنتون هغه مبارزو ځوانانو ته د عقيدت ګلونه وړاندي کوو کومو چي د خپلي قامي اومورني ژبي د ژوندي ساتلو په لر کښي خپل ځانونه قرباني کړل۔او ۲۱م فروري يې د ټولي نړي د قامونو د مورني ژبي ورځ تاريخ کړه۔ او هم دغه قربانيان وو چي وروسته د استعماري ريژيم له ظالمانه واکمني څخه خلاص سو۔

وينا کوونکو زياته کړه چي بايد پښتو ژبه د پښتونخوا وطن د ټول اولس تعليمي، دوتري او عدالتي ژبه وګرځول سي۔او بايد د پښتو د ژوندي ساتلو لپاره ټول اولس خپلو هسو ته دوام ورکړي۔ دوي وويل چي دلته پښتون قامي خود مختاري دپښتو ژبي د ژوندي ساتلو ضامن جوړيږي۔ نو موږ ټولو ته پکار ده چي د قامي تحريک له لاري خپله ژبه ، کلتوراو ادب ژوندي وساتو۔

Copyright Larawbar 2007-2024