کندوز: ځانمرګي ۳۶ زخميان او ۲۴ کسان ووژل
د کندوز د امام صاحب ولسوالي کي شاوخوا نيم ساعت مخکي په رامنځ سوي ځانمرګي بريد کي ددې ولسوالۍ د نفوسو احوال څانګي په دروازه کي تر پنځوسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، د کندوز چارواکي بريدتاييدوي خو قربانيان يې ملکي کسان بولي ، طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . له سيمي په ترلاسه سوو خبرونو کي ويل سوي چي ملکي کسان د تذکيرو اخستلو لپاره دغه مرکز ته راغلي و .
دا په تېرو دوو اوونيو کي دریم لوی بريد دی چي د ځانمرګو پذريعه رامنځته کیږي او پراخه مرګ ژوبله اړوي خو لومړنی بريد دی اکثريت قربانيان يې ملکي وګړي دي . وړمه ورځ د شنبې په ورځ په ننګرهار کي پر کابل بانک په بريد کي پراخه مرګ ژوبله رامنځته سوه چي زياتره مرګ ژوبله يې هغو پوليسو او مامورينو ته واړوله چي د معاش ترلاسه کيدو لپاره دې بانک ته ورغلي وو ، تر هغه مخکي په کندهار کي د زرنګار سالون څخه پر امنيې قومندانۍ مخامخ بريد او چاودنو تر سلو زياتو خلکو ته چي زده کوونکي ، ملکي خلک او پوليس پکښي شامل وه مرګ ژوبله واړوله او پراخ مالي زيان يې رامنځته کړ .
په دې وروستيو کي يوې خواته د سولي عالي شورا دلته او هلته په پټو او ښکاره خبرو بوخته ده ، بله خوا افغان دولت راتلونکی کال له بهرنيانو څخه د امنيتي چارو د ترلاسه کېدو خبري کوي او بله خوا بهرنيان وايي چي طالبانو ته يې ماتي ورکړې ده او کمزوري کړي يې دي ، خو طالبان په پرله پسې توګه ښيي چي د پراخي مرګ ژوبلي اړولو تاکتيکونه يې زده دي .