اسلام اباد:د وکيلانو او پوليسو تر منځ اخوډب رامنځته سو
اسلام آباد کښې د وکيلانو او پوليسو تر منځ يو ځل بيا اخوډب جوړ شو ، وکيلانو د سترې محکمې د ګوښه کړل شوي رئيس افتخار محمد چودري د کور شاوخوا تاو شوي ازغن تار سيرې کولو هڅه وکړه چې پوليسو ورباندې اوښکې بهونکى ګازونه وکارول ، د راپورونو تر مخه وکيلانو او د سياسي ګوندونو کارکنانو د مظاهرې په وخت د لوى څارنوال ( اټارني جنرال ) پر موټر باندې بريد وکړ او د لوى څارنوال موټر چلوونکي په ګړندي حالت کښې موټر د سيمې څخه وايستۍ ، وکيلانو د لوى څارنوال په خلاف سخت شعارونه ورکړل.
د سترې محکمې ګوښه کړل شوي رئيس افتخار محمد چودري په شمول نورو قاضيانو د کورنۍ غړو ته اجازه ورکړل شوه چې نور هر ځاى ته تللې شي ، د سرکاري رسنيو تر مخه دغه اجازه يواځي د قاضيانو وکورنيو ته ورکړل شوې ده خو ګوښه شوي قاضيان به نظر بند وساتل شي ، د راپورونو تر مخه د سترې محکمې رئيس افتخار محمد چودري ته هم په شرطونو سره د خوشي کيدو وړانديز شوې وه ، خو جسټس افتخار محمد چودري دغه شرط رد کړى دى چې ګواکې تر خوشي کيدو وروسته به سترې محکمې ته نه ځي او ويلي يې دي چې که هر کله خوشى شوم سترې محکمې ته به ولاړ شم.
د پاکستان د وسله وال پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني د جمهور رئيس پروېز مشرف سره وکتل ، د باوري خبر ځايونو د راپور له مخې د وسله بندو پوځونو مشر جنرال اشفاق پرويز کيانى د پېنډۍ په صدارتي دفتر کښې د پاکستان له جمهور رئيس پروېز مشرف سره په اهمه کتنه کښې د هېواد په اوسنيو امنيتي حالاتو او د ترهه ګرۍ د تازه پېښو په اړوند خبرى او د نظر تبادله وکړه، دواړو د ملک په موجوده حالت او له نورو هېوادونو سره د اړيکو په اړوندو چارو خبرې اترې وکړى، د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف د کتنى په بهير کښې وويل چې که هره سياسي ډله د اکثريت په ګټلو سره وکولې شي چې نوى حکومت جوړ کړى، نو دې به له نوموړى حکومت سره په بشپړى خوښى کار وکړي ، جمهور رئيس زياته کړه چې د تروريزم جرړې به وباسي او هېچا ته به د تروريستي عملونو د سر ته رسولو اجازه ورنه کړي، دغه راز دوى په دره آدم خيل او مينګوره کښې د ځانمرګو بريدونو په ارتباط خبرې او د نظر تبادله هم وکړه، او د ترهه ګرۍ پر خلاف په روانه جګړه يې په اتفاق سره ټينګار وکړ.
اسلام اباد:يوځل بيا پر مدرسه د طالبانو د قبضې هڅه وسوه
اسلام آباد کښې يو ځل بيا پر مدرسه باندې د طالبانو لخوا د قبضې هڅه وشوه ، د اسلام آباد په سکتر څلور کښې پر يوه مدرسه باندې د جامعه حفصه د ښځينه طالبانو لخوا د قبضې د هڅې له امله تاوتريخوالۍ رامنځته شو ، د اسلام آباد د فاطمه الزهره مدرسې خطيب مولانا احسان الحق وايي چې د مدرسې چارې ددۀ په لاس کښې دي ، د سور جومات تر عملياتو دمخه دغه مدرسه د جامعه حفصه څخه جلا شوې وه ، مولانا احسان الحق تور لګولۍ دى چې د لال جومات او جامعه حفصه طلبا او طالباتو تېره شپه د مولانا عبدالعزيز د ميرمنې په امر په مدرسه باندې د قبضې کولو هڅه وکړه ، مولانا وايي چې طالبانو ډبولۍ دى ، خو چارواکي وايي چې د مولانا عبدالعزيز او مولانا احسان الحق تر منځه له تېر څه وخت د مدرسې پر چارو لانجه رامنځته شوې ده.
د يو بل خبر له مخي د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير سناتور نثار ميمن ويلي دي چې نګران حکومت ټولى پرېکړې د هېواد او قوم د ګټو سره سمى کړى دى ، ده دا ټکى د سکهر په خبري کلب کښې له خبريالانو سره په خبرو کښې څرګند کړى دى ، نثار ميمن زياته کړه چې د نګران حکومت کارنامه د سوله ايزو او صفا سوتره انتخاباتو تر سره کول و چې په خورا غوره طريفې سره پاى ته ورسيدل ، د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير وويل چې د حکومت له خوا په خبري رسنيو باندې هېڅ ډول بنديز نشته ، د يوې پوښتنې په ځواب کښې دۀ وويل چې د حکومت جوړولو کار روان دى او ډېر ژر به په مرکز او ايالتونو کښې حکومتونه جوړ شي.