کور / کتاب / ننګرهار:دمومندخپرندويي ټولني له خوا نوي چاپ سوې اثار

ننګرهار:دمومندخپرندويي ټولني له خوا نوي چاپ سوې اثار

په جلال اباد کې مومند خپرندوې ټولنې پدې اونۍ کې تازه خپاره کړي کتابونه



١-درسنيو لپاره لنډ ليکنه:دايراني ليکوال (ډاکتر اميد مسعودي) اثر دې چې محمداصف شينواري پښتو کړې او درسنيو،علمي مقالو او ويناو لپاره پکې دلنډ ليکې تازه لارې چارې په ګوته شوي چې لوستل يې بې ګټې ندي.
٢-تود خبر او سوړ خبر هم له ايراني پارسي نه دننګرهار پوهنتون استاذ او دبي،بي،سي خبريال ببرک مياخيل پښتو ته ژباړلې چې دپرمختللې خبر ليکنې په اړه پکې په زړه پورې مالومات شته.
٣-شيطان دپرښتې په جامه کې پوليسي ناول دې چې له اردو نه نجيب اله جالب پښتو ته ژباړلې دا ناول ديو تقاعد شوي پوليس افسر ددندې يو رښتينې داستان دې .په لوستلو ارزي.
٤-بايبل او قران دساينس په رڼا کې داسلامي نړۍ دستر نابغه ډاکتر ذاکر نايک ليکنه ده چې نصير موند پښتو ته ژباړلې پدې وروستيو کې دډاکتر نايک پښتو ته ژباړل شوي کتابونو مينه وال خورا زيات شويدي.
٥-دښاپيرو په حرم کې دسيد امراله اميد دطنزونو لومړۍ مجموعه ده چې په زړه پورې طنزونه پکې ځاې شويدي لوستل يې له ګټې خالي ندي.
٦-دوه ښارونه داستاد ګل پاچا الفت او جبران خليل ګډې ليکنې دي چې ذبيح اله احساس پښتو ته ژباړلې پدې ټولګه کې هغه ليکنې راغلي چې تر ډيره به ورسره لوستونکي نه وي اشنا لوستل يې مه هيروۍ

 مومند خپرنديه ټولنه – ننګرهار      Email: ma100_shinwari@yahoo.com


لراوبر ويبپاڼه د مومند خپرندويي ټولني څخه مننه کوي او نورو خپرندويانو ته هم په وړيا ډول ددوی د کتابونو او چاپي خپرونو د خپريدا خبرتياوي خپروي .


مخامخ اړيکي : larawbar.com@gmail.com