کور / راپور / د شمال ولايتونو زيات شمېر اوسيدونکي له لوږي سره مخامخ دي

د شمال ولايتونو زيات شمېر اوسيدونکي له لوږي سره مخامخ دي

د سرپل فاریاب او جوزجان ولایتونو مسولین وایی چی که ددی ولایتونو لیری پرتو او هغو ولسوالیو ته چی لاری یی بندی دی خوراکی مواد ونه رسیږی نو په دی سیمو کی به فاجعه رامنځته شی د سرپل ولایت والی وویل چی ددی ولایت د ځینو ولسوالیو لاری لا تراوسه هم بندی دی پدی ولایت کی بیکاری زیاته ده او که خوارکی مواد هم پیدا شی ددی ولایت نیم خلک یی د اخیستو توان نه لری :


دوه سوه کورنو وران شوی ۸۴ کسه انسانی تلفات مو درلودل ۴۰ زره حیوانات تلف شوی ددی ولایت نیم خلک د خوراکی موادو د اخیستو وس نه لری مرستی مو کړی خ, کافی ندی د بلخاب ولسوالی لاره چی ۷۰ تر ۸۰ زرو نفوس لری او ۳۰ تر ۴۰ زره کسان په ګوسفندی ولسوالی کی اوسیږی چی لاری لاتراوسه بیخی بندی دی



,د جوزجان ولایت د ولایتی شورا ریس محمد اکرم هم په یو تیلیفونی تماس کی وویل چی ځینو موسسو پدی ولایت کی مرستی کړی چی دامرستی کافی ندی او که دولت او نړیواله ټولنه د خلکو ستونزو ته پاملرنه ونکړی نو د قحطی  او قیمتی یوه فاجعه به رامنځ ته شی


د بلخ ولایت اوسیدونکی هم پدی ولایت کی د کار د نشتوالی نه شکایت کوی او د بلخ ولسوالی اوسیدونکی عبالستار چی د امکاناتو د نشتوالی له امله یی دوه لمسیان له لاسه ورکړی وایی : دوه لمسیان می مړه شول امکانات مو نه درلودل اوس می داده بل لمسی ړیدا شوی لاتراوسه می نه مور او نه هم ماشوم داکتر ته بیولی هیڅ نلرو ځوانان مو ایران او ړاسمتان ته په کار ړسی مهاجر شول دلته کار نشته او ژوند ډیر سخت ده .


میرمن تورپیکی هم وایی چی دوی غواړی د نړی د نورو انسانانو په شان د ژوند هر ډول امکانات ورته برابر شی :


ماشومان مو غوښی او میوه غواړی خپله می هم زړه ورته کیږی چی نه یی لرو له کومه یی کړو زه خو وایم چی باید هیڅه یی چی اوس نشته څه وکړو د خلکو پختی به مو ټولولی اوس خلک خپل کار خپله کوی بیکاری ده لوږه ده خلک په مونږ باندی کار نه کوی وږی یو .


د مزار شریف ښار ته څیرمه سیمو ته د آیساف قوتونو روغتیایی ټیم ځینی روغتیایی مرستی هم خلکو ته ورسولی


د ددی روغتیایی ټیم مشر داکتر داس وویل چی دوی د یوی اونی راهیسی څه باندی اته سوه او شل تنه انسانان او تر اوه سوه او دیرش تنو ډیر څاروی معاینه او تداوی کړی دی


:په دوه کلیو کی مو چی  تیره ورځ کار وکړ ۲۰۰ تر دری سوه کسان مو ولیدل اوس ړدی کلی کی ۴۰۰ تر ۴۵۰ کسان مو معاینه کړل چی زیات ماشومان او ښځی دی ځاروی مو هم وکتل درمل مو مرکړل نوری مرستی هم کوو



د افغانستان په شمال کی د سرپل فاریاب او جوزجان ولایتونو د ځینو ولسوالیو لاری د واورو وریدو نه راپدی خوا لاتراوسه د ولسوالیو د مرکزونو سره تړلی دی او ښایی د لاری بندیدل به د راتلونکی کال تر جوزا دوام ومومی مسولین وایی چی که ولسوالیو ته پاملرنه ونشی او خوراکی مواد ورونه رسیږی نو ډیر خلک به د لوږی نه تلف شی