کور / تازه خبرونه / په دره ادمخېلو کي د خونړي بريد د پلټنو ډله جوړيږي

په دره ادمخېلو کي د خونړي بريد د پلټنو ډله جوړيږي

په  قبايلي سيمه دره آدم خيلو کښې حکومتى چارواکى وايي چې د يکشنبې د ورځې د ځانمرګى بريدد پېښې د څيړنى لپاره يې يو ټيم جوړ کړى ، د کراټ ضلعى د اړيکو افسر کامران زيب يوى نړيوالى خبري رسنۍ ته ويلي چې د مرستيال پوليټيکل ايجنټ او د پوليټيکل تحصيلدار په مشرۍ يې يوه تحقيقاتي ډله جوړه کړى ، چې په راتلونکو څو ورځو کښې د نوموړى پېښې بشپړه څيړنه او لټون وکړي ، دۀ تائيد او ومنله چې په ځانمرګى يرغل کښې څلوېښت تنه قبائيلي مشران مړه او له څلوېښتو زيات ټپيان شوى دى ، هغه دا راپورونه په کلکه سره رد کړل چې ګنى ځانمرګى بريد کوونکى پېژندل شوى دى.