اسرايلو پر فلسطينانو د بريدونو په اړه نړيوالي نيوکي رد کړې
اسراييلو پر فلسطينانو باندې د پرله پسې بريد په اړه نړيوال انتقادونه رد کړى او په نويو بريدونو کښې يې يوويشت فلسطيني وګړى شهيدان کړى ، د چهار شنبې راهيسې يو سلو څوارلس فلسطيني وګړى شهيدان شوى ، د فلسطين جمهور رئيس محمود عباس د اسراييلو لخوا د فلسطيني وګړو عامه وژنه په کلکه غندلى ده او له اسراييلو سره يې خپلې اړيکې شلولى دى، له بلې خوا اسراييلو نړيوال انتقادونه رد کړى او خپلو پوځي عملياتو ته يې دوام ورکړى دى ، د روغتون باورى خبر ځايونه وايي چې د غزې په شمالي سيمه کښې د اسراييلو په ځمکنى او هوايي بريد کښې د حماس د يو کار کوونکى په ګډون درې فلسطيني په شهادت رسيدلى ، ويل کېږي چې وژل شويو فلسطينيانو کښې زياتره ماشومان او ښځې شاملى دى ، له بلې خوا د اسراييلو صدر اعظم يهود المرټ د نړيوالى ټولنې غوښتنې ندى منلى او د پوځي عملياتو په تر سره کولو ټينګار کوي ، دغه راز د فلسطين جمهور رئيس محمود عباس له اسراييلو سره خپلې اړيکې غوڅي کړى دى او مصر د غزى په سيمه کښې خپله پوله فلسطيني ټپيانو ته خلاصه کړى او تر اوس مهاله دوه سوه فلسطيني ټپيان د مصر روغتونونو ته لېږدول شوى دى.