کور / تازه خبرونه / په پلټونکو عملياتو کي ۱۲ تنه وسله وال ونيول سول

په پلټونکو عملياتو کي ۱۲ تنه وسله وال ونيول سول

 په سوات کښې د تحصيل مټه په سيمه باما خيله کښې امنيتي ځواکونو د پلټونکو عملياتو په ترڅ کښې دولس تنه وسله وال ونيول ، د نيول شوو وسله والو څخه وسله هم تر لاسه شوې ده ، بلخواته د تحصيل کبل په سيمه ننګولۍ کښې د سړک د غاړې ښخ کړل شوى ماين له منځه يووړل شو ، د راپورونو تر مخه دوې ورځې وړاندې مينګوره کښې شوي ځانمرګي بريد ټول قربانيان چې شمېر يې دوه پنځوس دى خاورو ته سپارل شوى دى ، په مينګوره کښې ماتم دى ، سرکاري دفترونه د ښوونې او روزنې ادارې او بازارونه تړل شوى دى.