کور / تازه خبرونه / سهيلي پښتنونخوا:جمعيت علما او ANP د پيپلز ملاتړ وکړ

سهيلي پښتنونخوا:جمعيت علما او ANP د پيپلز ملاتړ وکړ

په بلوچستان ( سهيلي پښتنونخوا )  اسمبلۍ کښې جمعيت علماء اسلام نظرياتي ډلې او عوامي نېشنل ګوند د پيپلز ګوند ملاتړ اعلان کړ، د جمعيت علماء اسلام نظرياتي ډلې مشر مولانا عصمت الله په کويټه کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې وويل چې مسلم ليګ ( ق ) د ولس لپاره هېڅ ونکړاى شول ځکه د مسلم ليګ ( ق ) ملاتړ نه کوو، بلخواته عوامي نېشنل ګوند هم په بلوچستان کښې د حکومت جوړونې په لړ کښې د پيپلز ګوند ملاتړ اعلان کړ، د بلوچستان لپاره ټاکل شوې پارليمانى کميټۍ مشر خورشيد شاه او د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان جنرل سکتر زمرک خان ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې په مرکز او صوبه سرحد کښې د عوامي نېشنل ګوند او پيپلز ګوند تر منځ اتحاد شوى دى خو اوس دلته هم دغه ډول اتحاد کوو، بلخواته په بلوچستان کښې په خپلواکه توګه ټاکل شوو پنځو غړو د شخصي ټلويزون سره په خبرو اترو کښې ويلي دي چې په هېڅ يوه سياسي ګوند کښې به د ګډون اعلان ونکړي.