بهرني ځواکونه د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله پښېمان دي

34 | فبروري 21st, 2011


بهرني ځواکونه وايي دهغه ثبوتونو له مخې چې تراوسه يې دوي په واک کې لري دا ښيي چې په هغو عملياتوکې چې ددغه ځواکونو له لوري په کونړ ولايت کې ترسره شوي هيڅ ماشوم په سيمه کې شتون نه درلود.
دبهرنيوځواکونو وياند وايي دغه عمليات ددغه ځواکونو لخوا دهوايي څيړنو اودکشفي الوتکو له څيړنو وروسته هغه مهال وشوه چې وسله وال طالبان په لري پرته سيمه کې ديوې غونډي دترسره کولو لپاره سره راټول شوي وه .
تردي وړاندي دکونړ والي ويلي وه چې په دغه ولايت کې دبهرنيوځواکونو په عملياتوکې تر پنځوس ډېر ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي .
بهرنيو ځواکونو دا نه دي ويلي چې د کونړ ولايت ته د ور وړل شويو ښځو، ماشومانو او او سپين ږيرو مړي له کومه شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024