فضل احمد معنوي له ولسمشر کرزي مرسته وغوښته
دټاکنو خپلواک کميسون دولسمشرحامدکرزي څخه غوښتي ترڅو ددغه کميسون،لويي څارنوالۍ او دټاکنو ځانګړي محکمي ترمنځ ستونزه پاى ته ورسوي .
دټاکنو دخپلواک کميسون مشر فضل احمدمعنوي دټاکنوپه چارو کې دځانګړي محکمي لاس وهنه غيري قانوني بولي او وايي ددغه کميسون دغړيو د دندو دځنډولو سلاحيت يواځي ولسمشرلري داځکه چې دغه کسان دولسمشرکرزي دفرمان له مخې ټاکل شوي دي .
دا په داسي حال کې ده چې ځانګړي محکمې په ځينو ولايتونو کې له سره د رايو شمېرنه پيل کړې او ويل کېږي چې د معنوي په ګډون د څو لوړ پوړو چارواکو پر بهرنيو سفرونو د لويي څارنوالۍ له خوا بنديزونه لګول شوي.