بهرنيو ځواکونو په کونړ کي دوه افغان خبريالان نيولي دي

34 | فبروري 21st, 2011


راپورونه وايي چي بهرنيو ځواکونو پرون دوه افغان خبريالان پر داسي مهال نيولي او له ځان سره بېولي چي پرون يې د دې ولايت په غازي آباد ولسوالي کي د ولسي مرګ ژوبلي په باب راپورونه چمتو کول.
په نيول سويو کسانو کي د الجزيرې تلوېزون خبريال سيد عبدالله نظامي او د سلام وطندار راډيو خبريال ذبيح الله غازي شامل دي.
ايتلافي ځواکونو په دې باب تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د کونړ په باب د بهرنيو ځواکونو له نننيو څرګندونو څخه داسي ښکاري چي دوى نه غوښتل د ولسي مرګ ژوبلي په اړه رسنۍ خبري سي.

Copyright Larawbar 2007-2024