کور / سياسي / امریکا : خندنۍ موسکا خونړۍ امسا

امریکا : خندنۍ موسکا خونړۍ امسا

 *  ښکیلاکه کله هم په افغانستان کې چا ته دسرلوړۍ نوم نه دی ورپه برخه کړي ،تل یې یوازې له یوڅوبې ننګو څخه د څووورځو پهلوانان  جوړکړي اوپه پای کې یې خپله داسې رانسکورکړي چې له شرمه پرته یې نورڅه نه دي ورپه برخه کړي ….


  * هغه ځواکونه او ډلې اوځانګړي کسان چې په هیوادېې زړه خوږیږی او دخلکو وینې یې نه وي خوړلي باید دیوه ملي تفاهم لپاره له همدی اوسه تیاري ولري …


  *  هغه ځواکونه او ډلې اوځانګړي کسان چې په هیواد يی زړه خوږیږی او دخلکو وینې یې نه وي خوړلي باید دیوه ملي تفاهم لپاره له همدی اوسه تیاري ولري …
— ————————————————————————————-


بیاهم زموږدپښتواودري ژبونومیالی شاعر سلیمان لایق ته ورځو چې یومهال یې په ډاګه دخپل ماحول دعینیت د تشریح په ترڅ کې ددغه بدمرغ حالت چې اوس موږ په کې لکه مورزیږدي لیونیان بی مغزه سرونه خوځوو ډیره ښه انځورګري کړې وه ، هغه ولس ته په خطاب کې ویلي وو چې : 
اوس پرې پوه شولې ولسه دادڅه لپاره جنګ دي ؟ …
زموږ ډیروپرهغه مهال دغه شان انځورته  دهغه مهال دسیاسي روانو حالاتو په ګردله کتل فکرمو کاوه  اوویل به مو چې ځه لایق صاحب دی ، کیدای شي دایی دمړې ګیډې فارسۍ په اټکل ویلې وي. خو زما ن بل ډول قاضي دی موږ لاهم ژوندي یواولایق صاحب هم ،هغه څه چې پرهغه مهال زموږ ده غوندې لویانو دخپل باور ترسیوري لاندې ویل هغه څه ساده وینې نه وې بلکی دهغوترشاه په رښتیا هم دوی خپلې عملي تجربې موږ ته زموږ په ساده ژبه نه بلکه دتخییل او تخیل په ژبه باندې را اورولې اوهغه رښتیاوې یې ویلې چې موږ ته ترډیره حده دبیلابیلو لاملونو له مخې شکمنې ښکاریدې . خواوس پوهیږو چې ښکیلاک جنګ دڅه لپاره پیل کړ او په څه شان يې تراوسه هم په څه بې شرمۍ سره پرمخ بیايی …
 نژدې یوه لسیزه وشوه چې زموږ هیواد د پردیو پوځونودغوبل په پراخ ډګر باندې اوښتی، زموږ یوشمیر په ناخبره توګه ورته خوشاله دي  اود شرمیدلې تش په نامه امریکا جوړې کړې دموکراسۍ په نامه ورته په دربي سره نڅاوې کوي، خوپه دې نه پوهیږي چې نوره خبره تللې او دغه زموږ د  … له سوخته نڅاوې له ځان سره پرته له دې چې دخپل قام او خپلې ټولنې د وروستۍ بربادی زیری ولري بله کومه بریا او رڼا له نه لري. دمصر ، تونس ، یمن ، ایران  اوعمان او په نژدې راتلونکې د افغانستان ، پاکستان اویوشمیرنورو اسلامی هیوادو را رواني پرمختیاوی هغه څه دي چې دهغو لپاره خطرناکو استخباراتی شبکو سی آی ایی  د آی .اس . ای اواسرایلی موساد او یوشمیرنورو په ملتیا ګډ پلان ترلاس لاندې نیولی داسې چې ډیرزر به هغه څه چې لایی هم ویلو ته یوڅه وخت شته په خپله له امریکايی خونړۍ خم څخه د لاسپوڅو په کنډولیوکې راووځي ، داچې پایله به یې څه وي دابیایوقماردی چې ګټه اوتاوان ته یې باید دلو بې ترپایه انتظارشوپه دې چې په دغه قیماربازي داهیله هم شته چې کیدای شي د دوی دپراختیا غوښتنې لمنه په کی ورټوله شي . په هرډول ، پوره لس کاله وشول چې  زموږ په هیواد کې له عادي اوسیدونکي نیولی بیا تر کرغیړنو مشرانو پورې یو هم نه پوهیږي چی پرکومه خوا روان دي اودهیواد راتلونکې  به ېې څه وي ؟
خونړۍ امریکا او دهغې له افغانستانه ناخبره ماموران یوپربل پسې ځي او راځي څوک یې په فسادکی ښکیلیږي او تښتي ، څو ک یی دومره درواغ وایی او خیانت کوي چي کله در ښتیا ډګرته راوړاندې کیږي اوخوله له ناچارۍ په رښتیا پرانیزي نو بیا دځواب پرځای دمرګ  حمله پرې راځي، مختوري له نړۍ څخه سترګي پټوي اوپه خپله مخه ځي ، ددې خبرې یولامل دادې چې دافغانستان واک نه له دغو کسانو سره دی چې دوی د امریکایی نکتایی  والا مامورینو په جامه کې افغانستان ته راځي او نه هم له دغوافغان یارانو سره چی د  درغلیواو بډو په مقابل کی  د واک او ځوا ک پرګدۍ باندی ناست دي او یایی هم کیناستو ته مخونه او رنګونه  رنګوي او بدلوي …
امریکا دیرش کاله په مصرکی حسنی مبارک لکه کرایه کړې بیواکه نڅاګره وڅرخاوه ، خو په پای کی  یی چې هرڅومره چغی وکړې ، چې له واکه به لرې نه شي ،خو چې امریکا خپله خونړۍ اومرګ استازې امسا وروښوده نو بیا نه مبارک و او نه یی هم یوه ورځ مخکنې لاپی شاپې په دې چې مصر د دیرشو کالو په ترڅ کې که ظاهرآ مبارک ته سپارل شوی و خو واک یی د یوې داسې خطرناکې شبکې سره و اودي چي هغه (خپله) لري ، (خپله) کوي او (خپله) پرخلکو باندې تطبیقوي ، وبه ګورو چي مصربه په نژدي راتلونکې کې پرڅه نورو کورنیواقتصادي نادودو باندې وراوړي ؟
کټ مټ نقشه د سعودي ، سوریی او له هغو را په دیخوا د افغانستان او ایران اوترډیره حده د پاکستان په وړاندې هم ترلاس لاندې ده . دافغانستان واک اوځواک دغلو او قاچاقبرانو په لاس کې ورکول په خپله دمصردکیسی دوام دی چي ډیرزربه بیا دافغانستان خلکو او خاورې ته وردغاړې کیږي ، دپښتنواو هیواد پالو تاجک استوګنو شته والی او دهغو اعتقادی پرون او نن په پام کې نه نیول ، دهغو پرضد پراخه توطیه او پرواک اوځواک دهغوی اقلیت ښودل په خپله دامریکایی خونړۍ پالیسی یوه فعاله برخه ده ، دکرزي تش په نامه امریکا جوړه کړې کابینه کې یوهیواد پال وزیر نشته چي ټول ملت هغه په درناوي ومني اویایی په درناوي سره یاد کړي ، په دې چي دوی ټول یا د(ځان )لپاره وزیران دي او یاهم د (پردیو)  لپاره ځکه یي خلک نه مني .همداسې دخلکو په وینا (انډوخریا هنګ خر) ته دپارلمان نوم ورکول بیاهم هغه خبره ده چې  ددوی له مخې افغانستان خپلو خلکواونړیوالو ته له شرمه پرته نه کوم مخ لري او نه هم کومه بریا ځکه چې دافغانستان ټولو بې مخو، ناپوهو ، ناکامواوپردي پالوڅیرو پارلمان ته ورمخه کړې او هلته یې  هغه دسترخوشال خبره ( دخره خسی کول دی لاس  ګنډه ګریوان پاره ) شرمناکه ډرامه پیل کړي ده …
موږ باید دا ومنوچې ددغې څرګندې بدمرغۍ لوی لامل دادی چې امریکا اودهغې خونړۍ ادارې دتیرو دیرشوکلوپه ترڅ کې په زیاترو اسلامی هیوادو له هغه ډلې په افغانستان کې دخپل ککړ سیاست اودرواغجنوسیاسي موخو دتحقق خبره  جاسوسي شبکو او جاسوسی څیروته چې نه یې ملي اونه معنوی ملاتړ درلود حواله کړ، دغه کار له یوې خوا د تش په نامه لاسپوڅي حکومت او خلکو ترمنځ نا باوري را منخ ته کړه او له بلی خوا یې ټو ل هغه بنسټونه چې د یوه نظام دملاتړ لپاره په هراړخیزه توګه اړین وو لکه پوځ او په قانون ولاړه اداره نه یوازې جوړنه کړل بلکه هغه مات اوګوډ چي ووهغه یي هم ټول له منځه یووړل . مانا داچی دخلکو اوهیواد واک یې په لوی لاس د بیواکو اونامنلوپه لاس ورکړ، اوس چې له اوږدې مودې وروسته خلک هلته او دلته  یو پربل پسې راپورته کیږي اودپردي پالو حکومتونو راپرزول غواړي، په دغه ترڅ کې به نورې هغه جاسوسی شبکې چې  پر یوشمیرګوډاګیانویې له اوږدې مودې را په دیخوا پانګه اچونه کړې نا چاریږي چې باید له هغوڅخه ځانو پریوه خوا کړي  هو، له هغوی چې نور نه شي کولای خلک وغولوي اونه شی کولای پرهغوباندې واکمنی وکړي چې څرګنده بیلګه یې دمصرمعامله ګر واکمن مبارک اودهغه دلرکیدو ډرامه ده. اوس پوښتنه داده چې څه باید وکړو؟ داڅپه خو همداسې را روانه ده ، لږ ترلږه هغه هیوادونه چې اوس په خپلو هیوادو کې د بدلون چغې وهي هغوی خو لږ ترلږه په خپلوهیوادواوخپلوکورونو کې دومره شونتیاوې لري چي خلک یې لږترلږه دیوه کال لپاره له لوږې نه مري ، خو که پرموږ باندې راځي څه باید ووایو چې زموږ به څه حال وي ؟ ایران زموږپه خپلو پیسو پیرودل شوي تیل هیواد ته نه را پریږدي ،پاکستان به بیا سیاسي امتیاز غواړي  هغه هم په دې شرط چې که وار یې تر موږ دمخه نه شو. زموږ اندیښنه یوازې داده چې په دغه حالت کې به یوازې هغوی په مزوکې وي چي غله لري اویا یی امریکایی خونړۍ شبکه سی آی ایی په خپلو لومو کې را نیولي وي…
بله دپاملرنې وړ لویه اندیښنه داهم ده چي دښاغلي کرزي لپاره هم دمبارک دامونه په مبارکۍ او خندنۍ موسکا سره اوس کرار کرار راغوړیږي ،داچی کرزی څوک دی او اوس دچا په خدمت کې دی ، دچا لپاره دچا په اشاره څه کوي ، څوک له واکه غورځوي اوچا ته په پټو سترګو کا کا او آقا وایی داهغه تیروتنه ده چې دی به یې کله هم تلافی نه شي کړای ، خوله بده مرغه چې که کله د مبارک په برخلیک اوړي نو بیا به څوک پرې بدیادیږي اویابه څوک پرې ژاړي ؟ هغوی چي نن معاملې ورسره کوي  اوکه هغوی چې نن یې په سلګونو روحی او رواني ستونزو ورمخه کړي دي ؟
هو، کرزي ، قاچاقبر او سیاسي معامله کوونکي باید ترهرڅه دمخه دغه ټکی ته ځیروي چې  ښکیلاک کله هم په افغانستان کې چا ته دسرلوړۍ نوم نه دی ورپه برخه کړي ، یوازې یې له یوڅو څخه د څوورځو پهلوانان  جوړکړي اوپه پای کې یې داسې رانسکورکړي چې له شرمه پرته یې نورڅه نه دي ورپه برخه کړي …  
   اووروستۍ خبره مخکې تردې چې پردۍ پالې ناکامه تګلاره افغان ولس یوځل بیا د نامنلوواکمنانو اوهیواد پلورونکو قاچاقبرود بی پروایی او بې کچې تیروتنواو خیانتونوله امله د قربانۍ ډګرته ورمخه کړي ، هغه ځواکونه او ډلې اوځانګړي کسان چې په هیواد يی زړه خوږیږی او دخلکو وینې یې نه وي خوړلي باید دیوه ملي تفاهم لپاره له همدی اوسه تیاري ولري،ځکه په مبارک پیل شوې رانسکوریدونکي څپه زموږ تر نامبارکو تش په نامه واکمنوڅیرو پورې  دخونړۍ امریکا دښه او یا ناښه نیت پرسرو اوږو باندې  نن وي اوکه سبا را رسیدونکې ده …  
          
پای
د شل یوولسم کال
د فبروری  ۲۰