کور / سپورټي / بغلان: د کرکيټ پر لوبغالي او اکاډمۍ کار پيل شو

بغلان: د کرکيټ پر لوبغالي او اکاډمۍ کار پيل شو

افغان کرکټ بورډ د بغلان کرکټ په لوبغالي او کرکټ په اکاډمۍ په جوړولو کار پېل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د بغلان کرکټ لوبغالي او کرکټ اکاډمۍ جوړولو کار پېل کړ، د دې معیاري لوبغالي او اکاډمۍ جوړولو لپاره مالي ملاتړ د افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو یوه لړۍ ده چې د مارسیکوپس د مؤسسې لخوا یې د جوړونې کارنو مخکې وړل کیږي.
د بغلان لوبغالی او اکاډمۍ لپاره د بغلان ولس او ولایت مقام ۱۵ جریبه مځکه ځانګړې کړې ده، د مارسیکوپس مؤسسه له خولې د امو کرکټ زون مشر داکټر فرید وايي چې ((د نوموړي لوبغالي د جوړولو پروژه به په یو کال کې بشپړه شي، ښاغلی وايي چې د دغې مؤسسې اصلي کارونه خلکو ته د کارونو پیدا کول دي نو په دې پروژه کې به لومړی هغې ځوانانو ته کار ورکول کیږي کوم چې د کرکټ لوبغاړي دي او د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي)).
د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر نسیم الله دانش وايي چې په ۲۰۱۱ز کال کې به د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د کرکټ معیاري لوبغالي جوړ کړل شي، نوموړی وايي چې د لومړیو کارونو څخه مې د کرکټ د ځوانانو لپاره معیاري میدانونه او اکاډمۍ جوړول دي.
دانش وايي چې بغلان کې تر اوسه پورې ۱۲ د سخت توپ لوبډلې، ۱۵ د ښونځیو او لوبډلې شتون لري نوموړی وايي چې د دغې ځوانانو لپاره باید لوبغالي جوړ کرل شي کرکټ بورډ د دې ټولو کرکټ ځوانانو په خدمت کې دی.
د بغلان د کرکټ مسؤل محمد ظریف وايي چې په دې لوبغالي او کاډمۍ کې به ۵ معیاري پیجونه، دوه کوټې، یو صالون، تشنابونه او د ۱۰۰۰ کسانو لپاره د ناستې چوکۍ جوړول کیږي.
نوموړی وايي چې د دې معیاري لوبغالي او کاډمۍ سره به د بغلان کرکټ ملي لوبډلو ته نامي لوبغاړي ورکړي همدارنګه به دیر ځوانان د ناسمو کارونو څخه د کرکټ په ورزش مصروف کړي.
د بلې خوا د کندوز لوبغالی چې افغان کرکټ بورډ پرې د ۵ میاشتو راهیسې کار پېل کړی و اوس بشپړ شو چې ډیر ژر به یې افغان کرکټ د پرانستلو مراسم ترسره کړي.