کور / سپورټي / افغان کرکټ بورډ افغان ولایتي غوراوي سیالي ترسره کوي

افغان کرکټ بورډ افغان ولایتي غوراوي سیالي ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د فبروري په ۲۵ نېټه د ننګرهار په ولایت کې د ۲۰ ولایتونو لوبډلو تر منځ د افغان ولایتونو د غوراوۍ سیالۍ ترسره کوي.
په دې سیالیو کې به د ۲۰ لوبډلو ۴ نوې لوبډلې د افغانستان کرکټ ایلیټ جام ته لاره پېدا کوي، تر دې له مخه تېر کال ۸ افغان ولایتي لوبډلو لاره پیدا کړې و، د افغان ایلیټ سیالۍ به د مارچ په میاشت کې ترسره کیږي.
د افغان غوراوئ سیالۍ ۴۰ اوریزه لوبې دي د ننګرهار ولایت د بهسودو او مارکو په لوبغالو کې به ترسره کیږي.
دا سیالۍ به ۱۲ ورځې دوام کوي او هره ورځ به دوه سیالۍ ترسره کیږي، په دې ولایتي سیالۍ کې به درې نوې لوبډلې (غور، کوچیان او تخار) د لومړي ځل لپاره لوبه کوی.
د دې سیالیو په اړه د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نسیم الله دانش وايي چې د دې ارزښتناکې سیالۍ پرانست غونډه به په خپل لاس کوي او په دې کال کې به د کورني کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره د تېر کال څخه زیاتي سیالۍ په لاره واچوي.
د افغان کورني کرکټ مسؤلین او د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نسیم الله دانش د دې سیالۍ لپاره د ننګرهار ولایت ته تللي دي، د سپین غر زون کرکټ مشر قاري هدایت الله وايي چې یادې سیالۍ لپاره ټول تنظیمات نیول شوي دي او د ننګرهار ولایت چې د افغان کرکټ پلازمېنه ده هر کله ولایتي سیالیو ته هرکلی وايي.
افغان کرکټ بورډ په دې سیالۍ کې د تکړه لوبغاړو د لاسته راوړلو لپاره د کرکټ بورډ تخنیکي او غوراوۍ څانګو مسؤلین هم استوي.
په دې لوبو کې به د افغان کرکټ بورډ لوبڅاران په لاندې ډول وي:
احمد شاه پکتین، عزت الله کنړی، عبدالله ، رب نواز، نصرالله، فضل احمد فضل یار، محب الله خان.
یادونه: دلوبو مهال ویش به د لوبو څخه مخکې ټولو رسنیو ته درولیږل شي.