کور / سياسي / امریکایان افغانستان کښی پښی ټینګوي او که پښی سپکوی

امریکایان افغانستان کښی پښی ټینګوي او که پښی سپکوی

پدي ورستيوکښي حامد کرزي دامريکاددايمي هډو په هکله څرګندوني وکړي چي لمړۍيوه امريکايي سنا تور دامو ضوع ياده کړي وه اوکرزي نا خبري ښود لي وه .
مخکي لدي چي اصلي مطلب ته راشو ځيني نورومربو طو مسايلو ته به کتنه وکړو .
دسړي جګړي په وخت کښي  امريکايانو دپخواني شوروي له يرغل څخه په افغانستان باندي ګټه اوچته کړه چي له  اوږدي جګړ ي وروسته پخواني شوروي جګړه وبايلله او افغانانو په ميلونونو ځاني اومالي زيانونه وګالل سړه جګړه دغرب په ګټه دافغانانو په وينه پاي ته ورسيده چي  غرب نورافغان مجاهدين په لوږي خيټه لوڅ تن او بي کورۍ حالت کښي هير لا څه چي مسله يي ناحله او کورنۍ جګړه د ببرک کشميري ډلي احمدشاه مسعود رباني اودوستم  دروسانو په هدايت شروع کړه او دکابل ښاريي دخود خواهي اودروسانو په دستور په کنډوالو او هديري بدل کړاو بر هان الدين رباني دکابل ښار مرکزي برخه کښي ريس جمهوروه چي دکابل ښاريانو سر مال اوناموس خوندي نه وه بلکه تر لمړۍ سقاوي بدتره دوره وه چي پدي وخت کښي دامريکايانو دوستي هم وليدل شوه اوپرهغوي څومره باور کيدايشي  .
دکرزي پخواني مرستيال احمد ضيا مسعود دپنجشير اوسيدونکۍ  دمحقق اودوستم دسورڼي وهونکي په ملتيا دالمان دبرلين ښار ته تير ميلادي کال سفر وکړ چي هلته يي دامريکي څلورتنه سناتورانوسره دافغانستان پرسر دسودا يعني تجزيي خبري وکړي نوموړۍ دمړه قوماندان احمدشاه مسعود وروردۍ چي دوي پداسي مسايلو کښي دروسانو له وخته تر نن پوري تجربي لري او جناب کرزۍ له خپله جيبه نه بلکه دغرب له ګدايي ډالرو څخه ورته يو ځل (۵۲) ميلونه ډالر و رکوي چي نور به يي پټ څومره ورکړي وي داهرافغان ته څرګنده دۍ چي کرزي داداري واګي دپنجشير او سيدونکو ته ورکړي دي   .
يوه تن چي دبي بي سي له راډيو سره يي دکرزي په پلوۍ ا پلتي ويلي دخالد پښتون په نوم  څوټکي په ګوته کړل چي طالبان خپله په خيټه ماړه ندي هغوي به ملت ته څه ورکړي  بل چي (۴۶) هيوادونه افغانستان نشي اشغا لولۍ  امريکا جاپان کښي  هډي لري د جاپان په مسايلو کښي مداخله نه کوي اودايران مداخله يي وښودله 
زه په لنډه توګه نوموړي ته داوايمه چي ملت ته نه طالبان څه ورکوي اونه هم کرزۍ دملت روزي رسان الله پاک دۍ کرزۍ دومره کولاي شي چي دځان کورنۍ ا وهغه ما فيا چي پري راټوله دۍ  ميلونران کړي چي دامريکي له رستوران څخه نيولي ترنن ميلونري پور افغا نانو ته څر ګنددي  .
د(۴۶)هيوادونو مسله هغه امريکي له ځانه سر ه اشرباڼي راوستلي دي د ا مريکي تر فرمان لا ندي دي  .
دجا پان په هکله زه بايد ووايمه چي نوموړۍ  دا ځانته معلومه کړي چي دجاپان دتيرصدراعظم داستعفا علت څه وه سوال يي ځواب کيږي .  
  ا يا په تاريخ کښي داسي شوي وي چي ريس جمهور له دښمن هيواد څخه نغدي پيسي په کڅوړو کښي واخلي بغير دافغانستان له ريس جمهور څخه ايران په تاريخي لحاظ دافغانانو دښمن دۍ  اودکرزي اداره دايراني کړيو پلاس کښي دۍ چي دايران ګمارلي  دجمعيت  نظار  وحدت  په  وجود کي اونورو په ګډون يي اداري فساد  تعصب  بي امنيتي  را منځ ته کړي او دپښتنو په ضد يي جګړه روانه ده چي ذکرشوي دکرزي په ګډون زموږ دتاريخ تور مخونه جوړوي  .
په افغانستان کښي يوي غير دولتي اداري پلټنه کړي چي له مخي يي  ۷۰  ٪ خلک دغذايي بحران او   ۳۶  ٪  يي له قحطۍ سره مخا مخ ښودلي دي  .
نن ورځ افغانستا ن بي سر پوښه ديګ دۍ  دهند  هيواد چي خپله دلوږي اوبي روزګارۍ په رنځ اخته دۍ مګر وايي چي دافغانستان په بيا ودانولو کښي  (۳؛۱) بيلو نه ډالر لګوي مطلب دکشمير پرسرله  پاکستان سره دلوبي    ډګرزموږ هيواد ګرځيدلۍدۍ  .
دافغانستان جګړه لويه کړ کيچنه جګړه دۍ چي ورځ تربلي نوره هم کړ کيچنه کيږي بهرنۍ لاس وهني او مقاومت ورځ په ورځ زياتيږي دنړۍ والو اوسيمه ايزو هيوادو دلوبي دګر ګرځيدلۍ دۍچه هر لورۍ يي دخپلو ګټولپاره کاروي  او امريکا له زور او تهديد څخه کاراخلي  لکه لاندي مثالونه  .
امريکا نن ورځ د زبر ځواکۍ له امله دنړۍ په هرګوټ کښي چي غواړي هډي جوړوي چي دملل متحد منشور اومو جوديت يي تر سوال لا ندي را وستلۍ دۍ  ځکه دملل متحد غړي هيوادونه مساوي حقوق لري لکه چي عراق پرکويت بريد وکړ نور امريکا يي غوږونه تاو کړه مګر نن ورځ يي بي دملل متحد له فيصلي عراق اشغا ل کړۍ دۍ چا يي سزا ورکړه يا هم نن ورځ يي افغانستا ن دملل متحد دفيصلي  په اساس اشغال کړۍ دا فيصله ددايم لپاره دۍ  اوکه دفوځي هډو جوړول دي دپوښتني څوک نشته.
دبلجيم يوه قانون پوه دامريکايي جنرال تا مي فرانکس دامر يکايي قواو قوماندان په وړاندي محکمه کښي رسما شکايت ثبت کړۍ چي پر نوموړي جنرال تور لګولۍ وه چي په عراق کښي په جنګي جناياتو کښي ښکيل وه ددي غوښتني پر وړاندي امريکا ګواښ وکړکه بلجيم له خپل قانون څخه دبهر نيو جرايمو پر وړاندي دعدلي تعقيب احکام فسخ نکړي نو امريکا به دناتو مرکزي دفتر له بلجيم څخه دباندي وباسي  بلجيم يو ازاد اروپايي هيواد دۍ ځانګړۍ عدلي سيستم لري  په خواکښي ورسره هالند کښي بين المللي محکمه اونورو اروپايي هيوادو نودامريکي په مقابل کښي  سکوت اختيار کړ  .
زموږ هيواد کښي چي عدالت دمصلحتونو ، مصونيت  او معافيت قرباني دۍ نور دامريکي دکړنو په وړاندي به عاجز نه وي  حکومت يو زخمي عسکر په کنړ ولا يت کښي دبهرنيانو مرکزته دعلاج لپاره وروړ ۍ وه  هغه مړ او دبدن غړي يي ورڅخه ايستل شوي وه څوک يي پوښتنه  نشي کولۍ  .
يا هم عبد الرحمن نومۍ جه د پنجشيرولسولۍ اوسيدونکۍ وه اوعيسويت ته اوښتۍ وه محکمي په سزامحکوم   کړۍ وه مګر کرزي هغه دواتيکان په امرله زندان څخه مستقيما ايتاليا ته وروليږه  لدي څخه په ډاګه کيږي چي کرزۍ خپلواکه نه بلکه بل واکه دۍ.
له کابل څخه به د بيروت  اوکسبلانکا   په شان  دغربي هيوادو دعيا شي مرکزجوړ کړۍ ګر چي اوس هم کومه کمي ورڅخه نلري  ډير داسي ځايونه په کابل کښي شته چي يوازي بهرنيان دور تګ اجازه لري.
دافغانستان جګړي دپيچلتيا له امله داروپا اتحاديه اوامريکا داختلاف سره مخامخ شويدي د دسامبر په        ۱۶نيټه ۲۰۱۰ ميلادي کال دارو پا اتحاديي فيصله کړي وه چي په افغانستان کښي فوځي مداخله ناکامه شويدۍ مګر دامريکا ولسمشر ددي نظر مخالف دۍ اووايي چي افغانستان کښي حالات ښه شويدي   .
دامريکاولسمشر مرستيال  جوبايډن تير ميلادي کال  ۲۰۱۰ ددسامبر په مياشت کښي په يوه تيلويزيوني مرکه کښي ويلي وه چي د  ۲۰۱۱ ميلادي کال په اوړي کښي به امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتل پيل کړي اوتر ۲۰۱۴  م کال پوري به په پشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي مګر سږ کال دجنوري په ميا شت کښي چي کابل ته راغۍ نور خپله تيره وعده يي هيره ويي ويل چي له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم که افغانان وغواړي امريکا حاضره ده چي افغانستان کښي پاته شي  .
امريکا داسلامي هيوادوپه برخه څيړني کړي  پوهيږ ي چي له هغوڅخه دخپلوګټولپاره څرنګه ګته واخلي  مثال بالکان کښي يي دبوسنيا اوکوسوو څخه ديوګوسلاويا په ويشلو کښي استفاده وکړه   سوډان يي هم د طبعي زيرمو په خاطر بالکان جوړکړۍوه ترڅو يي تجزيه کړ   .
که دفلسطين حالاتو ته وګورو داسي ورځ به نه وي چي ماشومان نه وي يتيمان شوي او جونګړي يي له خاوروسره نه وي برابري شوي ښونځي يي له خاورو سر ه برابر شول مګر امريکا له اسرايلو څخه ملا تړ اودملل متحد  (۳۰ ) پريکړي يي  داسرايلوپه برخه کښي ويتو کړي اوخپله اسرايلو دملل متحد (۶۵)  پريکړي  تراوسه پوري له پښو لا ندي کړيدي .
دعربانو لپاره د افغانستان جهاد ته هم امريکي زمينه برابره کړه دعربو په منځ کښي ي تبليغ وکړ ترڅوعربان افغانستان ته راشي اودرو سانو په مقابل کښي وجنګيږي  چي ورور سته القا عده مطرح شوه  .
 افغا نان له تيرو تجروبو څخه هوښيار شوي دي اوس ګرانه دۍ  چي په اسانۍ سره پرامريکا يي زبر ځواک باوروکړي دا اوس په امريکايانو پوري اړه لري چي دافغانانو باورڅرنګه تر لا سه کړ ي نه دڅو تنو او يا څو ډلګيو  . 
امريکه دپخواني شوروي له تجزي څخه راوروسته دانرژي لرونکو سيمو ته درسيدو  په تکل کښي اودهغوهيو
ادودتجزي  په فکرکښي شوه  چي دامريکي  دتوسعه طلبۍ  اوګټومخالف وه او ياهم دپخواني شوروي نږدي ملاتړي وه  .                       .                                                                                                   اوس که اصلي مطلب ته راشو چي امريکايان ولي دهډو جوړول غواړي افغانستان کښي دافغانانو غبرګون دګا ونډيو  اوسيمي  قدرتو نو غبرګون اوراتلونکي پايلي به يي څرنګه وي په لنډه توګه کتنه وکړو  .                که دامريکايانو دلمړيو وختونوڅرګندونو ته نظر وکړو امريکايانو ډندوري شروع کړي چي طلبانو دتروريزم اوالقاعده  ځاله افغانستان ګرځولۍ دۍ با يد له منځه ولا ړ شي چي دطالبا نو سر ه يي خبر ي وکړي چي دا ټولي نمايشي وي اصل مطلب ي دافغانستان اشغالول وه اود هډوجوړول چي نن ورځ يي په ډاګه وويل مګر افغانان له اوله پدي پوه شوي وه او کله يي چي د خپلو فو ځيانو لپاره بنيادي کارونه شروع کړل نورهم ښه وپوهيدل .
ځيني سياسي څيړونکي پدي نظر دي  لکه  ۲۰  کاله پخوا دامريکي په هيت حاکمه کښي که فوځي دي اوکه امنيتي  اوياخبري دي هغه ټول دامريکي دنفوس دخاوندانو  فرمان برداره دي  چي پر افغانستان باندي يي دحملي  نوم لري کړ   دتروريزم په ضد جګړه  ؛ دبن لادن دنيولو  او دديموکراسي درامنځ ته کولونوم کيښود
مګر ځيني نورسيا سي  څيړونکي بيا پدي نظردي چي دامريکي حاکمه هيت  قبضه پر نړۍ دامپراطورۍ جوړول سر مايه ګڼي  .
امريکايان  دظا هرشاه په وخت کښي پدي لټه کښي شوي وه چي افغانستان کښي يوه فوځي  هډه جوړه کړي مګر په هغه وڅت کښي ورسر ه نه وه منل شوي  .
افغانستان دمر کزي اسيا څلور لاري پرسر چي امريکايان غواړي دافغانستان له فوځي هډي څخه دمرکزي اسيا طبعي زيرمي  شرق مياني  دايران تر نفوس لاندي راوستل دچين داقتصادي قدرت مخه نيول  دپا کستان بالکانول اواتومي وسلي کنترولول او په راتلونکي کښي دروسي دقدرت مخنيوۍ اوکه وخت او شرايط ور سره ياري وکړي اوامپراطوري يي نه وي نړيدلي د هند پر ضد هم وکاروي  .
هغه ډله افغانان چي ګټي اوموقف يي دامريکايانو په وجود کښي خوندي دي دهډو پلوي کوي چي داډلي په جنګي جناياتو  ؛ اداري فساد ؛ بشري حقوقو تيري کونکي  او مافيايي کړيو سره تړاو لري  چي پخپله امريکا درسنيو په وسيله دهغوي جنايت بر بنډ کړي دي   مګرددي ترخوا يوه کمه اندازه وطنپاله افغانان هم دهډ و پلوي کوي پدي شر ط چي يو مثبت بدلون رامنځ ته شي   اما په عمومي توګه افغانان يي مخالف دي  ځکه چي کار نا اهله بي مسلکه کسانو ته سپارل چي پايلي يي منفي درحال چي موږ کارپوهان مسلکي کدرو نه په داخل او بهر کښي لرواما مافيايي باندونه يي مخالفت کوي چي دهغوي ګټي دخطر سره مخامخ نشي عوام پدي نظر دي چي دامر يکايانو راتګ زموږ هيواد ته اشغالي بڼه لري چي نښاني يي ورځ په ور ځ په ډاګه کيږي او جنايتکارانو سياسي ؛ اقتصادي ؛ اونظامي واګي پلاس کښي اخستي دي دولس په ژوند کښي کوم مثبت بدلون نه تر سترګوکيږي بلکه منفي بدلونونه تر سترګو کيږي قانون نشته هره ورځ افغانان شهيدانيږي  کورونه يي دشپي لخوا تلاشي کيږي  بيکاري ورځ تر بلي زياتيږي  نرخونه لوړيږي  .
 دا اوس دمخا لفو وسلوالو په ګټه تماميږي دهغوي ملاتړي زياتيږي دهوا په ګرميدو سر ه به سختي جګړي پيل شي اودملي پاڅون لپاره به لياره  هواره شي چي ضرر به يي افغانان او ګټه به ګاونډي او دسيمي هيوادونه تري پورته کوي  .
 امريکي ته هم داجګړه   دامريکي په تاريخ کښي د ويتنام له جګړي اوږده او له اقتصادي پلوه هم ورته ملا ماتونکي  روانه دۍ علاوه لدي اوس يي په نړۍ اوکور کښي اعتبار نور هم دسخت زيان سره مخا مخ کيږي چي دالقا عده جګړي اصلي څيره اوس څرګنده يعني مطلب دفوځي هډو جوړول اوافغانستان اشغالولوه  .
دګاونډيو هيوادو دريځ دبهرنيو فوځونو په وړاندي له پخوا څرګند و ه هغه دا چي پا کستان خپله ويره دهند له نفوس  اوبهرنيو هيوادو دفوځي شتون څخه په ډاګه کړي وه
ايران چي له څو لسيزو را پدي خوا يي دامريکي سره اړيکي  ترينګلي دي اويو بل ته ددښمن خطاب کوي نوري  به هم ترينګلي شي اوټس به يي له افغانانو څخه وباسي ددواړو هيوادو تبرو ته به  لاستۍ پلا س ورشي خپلي مداخلي به زياتي کړي او دافغانانو په وينو به له غرب څخه غچ اخلي.
دچين هيوادهم  په ځير سره د سين کيانګ ايالت  مسلمانان چي په خټه ايغوردي اوافغانستان سره ګډه پوله لري څاري نه چي امريکايان لدي لاري  دچين دننه لاس وهنه شروع کړي  چين د امريکي له دايمي هډو سره  لدي اونورو ابعادو مخالفت کوي  .
روسيه چي مرکزي اسيا يي يووخت دامپراطورۍ يوه برخه وه اودامريکي سره  د ګرجستان پر سر هم اختلا فات لري اوپه اوسني حالت کښي دناتو لپاره ترانزيتي لاره هم دۍ د امريکي فوځي هډ ه دخپلي دروازي ترشا نشي زغملاي اوخپل مخا لفت يي په ډاګه کړيدۍ .
 دامريکي فوځي هډي به افغانستان دامريکي   چين  روسي  ايران   پاکستان  هند  او ځيني عربي هيوادو  د وز لوبي  ډګر وګرځوي .
دا به راتلونکي کښي وليدل شي چي  دامريکي پښي  زموږ په هيواد کښي ټينګي شي اوکه سپکي شي  داوس لپاره خو امريکي دواړه پښي په يوه موزه کښي کړيدي چي پښي ټينګي کړي  مګر دتيرو کلونو جګړي څخه د   پخواني شوروي اشغال څخه  او تاريخ څخه  چي افغانستان  دزبر ځواکونود هديري په نوم شهرت موندلۍ دۍ
ورته به  ښه او ابرو مندانه  وي چي په فوځي لحاظ پښي  سپکي کړي اوخپلي اقتصادي  سياسي او نظامي همکاري ته دوام ورکړي دا به ددواړو خواو په ګټه وي
دبيا ودان  ښکلي اوسر لوړي افغانستان په هيله