کور / سياسي / په انقلابونو کی څه یو ډول او څه توپیر لري؟

په انقلابونو کی څه یو ډول او څه توپیر لري؟

لیکوال: ډاکټر مارک امند
ژباړن: سمیع الله ایلم، کابل


ایران:
کال: ۱۹۷۹
ورځی:۴۴۸
هلاک شوي کسان:۳۰۰۰څخه زیات
موخه: ټولو ولسواکو ډلو ټپلو په ګډه غوښتل چی شاه را وپرځوي خو اسلامی ډله د خمینی تر مشری لاندی حاکم او ګټونکی شول.
ټیانمین:
کال:۱۹۸۹
ورځی:۵۱
هلاک شوي کسان:تقریباَ ۳۰۰۰
موخه: د یوی ډلی واک او ځواک له منځه وړل، دیموکراسی ته وده ورکول او د فساد خاتمه
نتیجه: اوښتون کار ونکړ
انډونیزیا:
کال:۱۹۹۸
ورځی:۱۰
هلاک شوي کسان: تقریباَ۱۰۰۰
موخی: د سهارتو د حکومت له منځه وړل او د خپلوالۍ پاللو ته پای
نتیجه: کامیاب شول
یوکراین:
کال:۲۰۰۴
هلاک شوي کسان: هیڅ نه
موخه: د فاسدو ټول ټاکنو بطلان، د نوو ټول ټاکنو لپاره زمینه برابرول، د سانسور او ادرای فساد له منځه وړل
نتیجه: په پوره ډول کامیاب نشول
ټیونس:
کال:۲۰۱۰
ورځی: ۳۰
هلاک شوي کسان: ۱۴۷
موخه: د بن علی د حکومت را پرځول، اداری فساد له منځه وړل
نتیجه: کامیاب شول
مصر:
کال:۲۰۱۱
ورځی: ۱۸
هلاک شوی کسان: تقریباَ ۳۰۰
موخه: د حسنی مبارک حکومت ته د پای ټکی کیښودل، ټول ټاکنو ته لاره هوارول
نتیجه: په پوره ډول کامیاب نشول
اوښتون هر ډول وي، یا ډیر په بیړه راځی او له ترهی، جنجال او ګډوډیو سره مخ وي او یا هم ورو راځي خو منظم. د مصر دا ډول یی بیخی ځانګړی او په بیل ډول وو.
ټروټسکی ویلی چی که چیری غربت د اوښتون لپاره دلیل وي نو هر وخت راتلونکی دی. او دغه خلک چی بیا سرکونو ته راوځی باید له ځان سره یو دلیل ولري.
په تیرو دیرشو کلونو کی په دغو ټولو اوښتونو کی مرګ ژوبله پیښه شویدی. کله چی په ۱۹۷۸ کی په سلګونو خلک د ایران په یوی سینما کی مړه شول نو پړه یی د ایران په پټو پولیسو واچول شوه.
داسی هم ندی چی د سلګونو خلکو وژنه به د اوښتون پیل سبب ګرځي، کله کله خو بیا د یو کس قربانی هم کولای شی چی د ملتونو تقدیر بدل کړي. ټونس یی غوره مثال دی هوری محمد موعزیزی ځان د ملت له سره ځار کړ.
کله بیا اوازی هم خپل کار کوی او خلک سره یو ځای کوي لکه په ۱۹۸۹ پراګ کی چی ویل کیدل چی کمونیستو پولیسو د دوو پولیسو غاړی پری کړی.
ورته پیښه بیا په ۱۹۸۹ په چین کی تر سترګو شوله. محصلین د چین په تیانمین څلور لاري کی سره یوځای شول او د کمونیست حکومت په کړنو یی خپلی نیوکی څرګندی کړی.
دغه لاریون نړیوالو ته وښودله چی باید څنګه خلک لاریون وکړي او څنګه حکومت تر فشار راولی خو پټه دی نه وي چی دغه لاریون د ناکامو لاریونو په قطار کی ځانګړی ځای لري.
د چین د هغه مهال مشر ډینګ ژیاوپنګ په ډیر کمال سره وکولای شول چی له مظاهره چیانو سره مقابله وکړي.
د اچی د ژیاوپنګ حکومت د کرونګرو لپاره ډیر څه کړي وو او دهغوی حمایت ورته حاصل وو نو هماغه وو چی د لاریون کوونکو مقابلی ته یی کروندګر را وویستل.
له دغی پیښی دیرش کاله وړاندی په اندونیزیا کی سهارتو په خلکو هر څه کولای شول. خلک یی وژل، اداری فساد له اسمان سره خبری کولی، امیر ورځ تر بله امیر او غریب ورځ تر بله غریب کیده.
کله کله بیا حکومت ته سر درد له خپلو نږدی کسانو پیښیږي.
لکه کله چی پولیس، فوځ او د لوړ رتبه مامورین په دی پوی شي چی اوښتون به دوی ته پراخ زیانونه ورسوي نو بیا د لویو څخه لوی لاریونونه هم ددوی په وړاندی ناکاره خیژي.
په چین کی دتیانمین څلور لاری یی ښه مثال دی. محصلینو پراخی مظاهری وکړی خو ویی نشو کولای چی حکومت چپه کړي.
د تونس ولسمشر هاغه وخت له ملکه د تیښتی نیت وکړ چی فوځی چارواکو ورته وویل چی په خلکو ګولی نشی چلولی.
د۱۹۸۹ په ډیسمبر کی کله چی د رومانیه مشر چسسکو خلاف محکمه شروع شوه، نو د محکمی مشر قاضی دده د حکومت پر مهال د باور وړ شخص وو او چسسکو له ده څخه غوښتی وو چی مظاهرین له لاریونونو څخه لاس په سر کړي.
باندنی فشار هم د حکومتونو تقدیرونه بدلولی شي. کله چی په ختیځه اروپا کی خوځښتونه پیل شول نو ۱۹۸۹ کال د شوروی اتحاد مشر میخایل ګورباچوف د سره فوځ له استعماله ډډه وکړه.
نو هماغه وو چی د وخت جنرالان په دی پوی شول چی خبره بل ډول دی. امریکی تل له خپلو حلیفانو غوښتي چی خبرو ته کینی او معامله وکړي خو کله چی خبره بیا د کابو څخه ووځی نو بیا ورته وایی چی ګرانو! استعفی وکړی او واک پریږدی.
د خوځښتونو لپاره ټول ۲۴ ساعته پکار دي او ددغو ۲۴ ساعتونو دننه هم انقلابیانو او هم حاکمانو ته په کار دي چی له تیزی او باهوشی څخه کار واخلي. کنه یوه ډله به حتمی ناکامیږي.
له سرطانه کړیدونکی د ایران شاه او د ختیځ جرمنی هونیکر او بیا د اندونیزیا تر سهارتو پوری دوی ټول په کلونو په واک کی پاتی وواو له ملتونو سره یی تل له چل او فریب څخه کار اخیستی دی. خو د فریب پای اخر پرځیدل وي.
او دغه کار مونږ د سر په سترګو په مصر کی ولیدی.
د انقلابونو پر مهال واک په عزت سره پریښودل کمیابه وي. ځکه چی دوی بیا دپناه ځای ځایګۍ نلري خو کله چی د پناه د ځای پته ورته ولګیږي بیا یی نو ټوله هڅه دا وي چی زر تر زره واک پریږدي. په دوزره دریم کال کی شیوارد نادزی د شوروی اتحاد د باندنیو چارو وزیر سره د چسسکو په څیر ورته پیښه وشوه خو توپیر یی دا وو چی خپل کور کی یی اوسیدلو موقع ورته میسره شوه.
نوي حکومتونه او خلک هم همدا غواړي چی را پرځول شوي کسان باید خپله سزا وګوري.