کور / خبرتیا او پيغامونه / لراوبر ويبپاڼي ته د ميرويس افغان دمبارکۍ پيغام

لراوبر ويبپاڼي ته د ميرويس افغان دمبارکۍ پيغام

جوړ په خيردلراوبرخواخوږو!


ترهرڅه وړاندي دزړه دتله دلراوبرانټر نېټ پاڼي موباركي تاسو اوټولوپښتنوته وايم،داسي كليمې نه لرم چې تکړه وياند او ليکوال ښاغلی ميرويس افغانستاسو ددې كار ستاينه پرې وكړم البته ويلاى شم چې ډېرستر كارمو كړى دى او په رښتياسره ستاسو هڅي دستايلو وړدي.


له هغې ورځې چې لراوبر په رسمي ډول پرليكه شوى دى وخت ناوخته يې ګورم او ترډېره بريده مې تنده په ماتېږي ، خداى شته هركله مې نېت وي چې لږ ترلږه دموباركۍ او مننې ليك درواستوم خو څه وكړم دناخلاصۍ دې زوى ومري .


نن مې وخت پېداكړ او دايوڅو ټكي مې درته وليكل ، هو رښتيا دا به درته ووايم چې دروان عيسوي كال ۲۰۰۷دجولاى دمياشتې يولسمه نېټه وه چې خداى مې پركاله باندې ددوو زامنو څيراغ روښانه كړ ما او مېرمنې مو په سلاسره پر دواړو غبرګونوماشومانو(لرافغان اوبرافغان ) نومونه كښېښودل .دتقريباًددرو مياشتو وروسته (لرافغان)دخداى په كار وو مړشو او بر لاتر اوسه شكر دى ژوندى دى ، كه څه هم دهغه ماشوم مړينې څه ناڅه وزورولم خو دلراوبر انټرنېټ پاڼې په ليدلو سره مې روح ته ډاډوركړل شو .


رښِتيا چې ډېره په زړه پوري هڅه ده خو يو وړانيز هم لرم البته زه نه پوهېږم چې زما وړانديز به څومره پرځاى وي خو بايد ووايم چې په پاڼه كې دخپروشويو ليكنو توري ډېر واړه دي په اسانۍ سره نه ليدل كېږي كه چېرته امكان ولري او يوڅه غور پرې وشي ښايي دلوستونكي لپاره لانور په زړه پوري شي . خير تاسو ښه پوهېږۍ زه يوځل بيا كورودانى درته وايم چې دپښتو ژبي لپاره مويوه بله ډېره ښه هڅه كړې ده او برياليتوب يې له لويه خدايه غواړم .البته زمالپاره چې دهري مرستې اړتيا وي دورور په څېرراته واياست ګوندي زه هم په دې ثواب او جهاد كې مرسته وكړاى شم .


په مينه
ميرويس افغان