کور / شعر / افغـــــــــــــان يـــــــو دی

افغـــــــــــــان يـــــــو دی

 

يو مو خدای دی يو مو دين او قرآن يو دی


محمد د خدای رسول مي جانان يو دی


دين مذهب او پر همدې مو کلک باور دی


يو قانون دی د اسلام او ايمـــــــان يو دی


د الله د عدالت په ســــــــــــتر مــقام کي


جګ او ټيټ ، خان که غريب وي انسان يو دی


دې ولس اتحــــــــــــــــــاد ورکړې خاونده


لر او بر افغانستان کي افغان يــــــــــو دی