کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې دپروني ځانمرګي بريد په وير ماتم اعلان كړ

ولسي جرګې دپروني ځانمرګي بريد په وير ماتم اعلان كړ

ولسي جرګې دپروني بريد په وير کې، چې د شپږو وکيلانو په ګډون د لسګونو ملکي وګړيو د وژنې او ژوبلې لامل شو ، درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړ .


 دغه ځانمرګى بريد ،پرون  مازيګر شاوخوا څلوربجې د بغلان د پلخمري ښار د قند فابريکې ته څېرمه وشو،  ،چې له امله يې ٤٠ تنه مړه  او په لسګونو  تنه نور ژوبل شوي دي   .


 په وژل شويو کسانو کې د ولسي جرګې د اقتصادي کميسيون مشر سيد مصطفى کاظمي او ددغې جرګې پنځه نور غړي هر يو انجنيرعبدالمتين، حاجى صاحب الرحمن، محمدعارف ظريف او صبغت الله ذکي شامل  دي .


په هغه پنځه ماده ييزه خبرپاڼه کې، چې له دغه بريده وروسته ولسي جرګې په يوه بېړنۍ  مطبوعاتي  غونډه کې خپره کړه ، د يادو شويو وکيلانو وژنه ملت او ولسي  جرګې ته يوه لويه او نه جبرانېدونکې  پښه بلل شوې ده . خو خبرپاڼې داهم زياته کړې، چې د ملت او ملي شورا  ټينګه اراده به کمزورې نه شي  .


 خبرپاڼې همدارنګه له ټولوغږيزو او انځوريزو رسنيو څخه غوښتي ، چې وژل شويو کسانو ته د درناوي په موخه ځانګړې برنامې خپرې کړي .


خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې د ولسي جرګې يو ځواکمن پلاوى بايد وګومارل شي ، چې  د حکومت ترڅنګ دپرون  بريدعلت و څېړي اوپه دې اړه ولسي جرګې ته خپل رپوټ وړاندې کړي .


 ولسي جرګې همدارنګه غوښتنه کړې، چې د وژل شويو کسانو د فاتحې مراسم په رسمي توګه په مرکز ، ولايتونو او په بهر کې د هېواد په سياسي نمايندګيو کې واخيستل شي .


وسلوال طالبان ، چې ډېرى وخت د ځانمرګيو بريدونو او چاودنو مسووليت په غاړه اخلي ، نپرونى بريد يې غندلى او په دغه بر يد کې يې هر ډول لاس لرل رد کړي دي .


له انجنير ګلبدين حکمتيار څخه راجلاشوې ډلې  حزب اسلامي هم دغه  بريد غندلى او دا يې د افغانستان او مسلمانانو د دښمنانو کار بللى دى .


همدارنګه په هغې خبر پاڼه کې چې دولسمشر د دفتر له لوري خپره شوې ده راغلي دي چې  کرزي ددې خبر  په اورېدلو سره سخت  خفګان څرګند کړى دى او دا يې دهېواد دسولې او امنيت د دښمنانو کار بللى دى .


دغه راز ولسمشر ددفاع او کورنيو چارو وزارتونو او نورو مسولينو ته دنده سپارلې ده چې دپېښې په اړه څېړنې وکړي او په بېړني ډول دټپيانو په درملنه لاس پورې کړي .