کور / تازه خبرونه / کرزی:بهرنی قراردادونه ملوثو کسانو ته ورکول کیږی

کرزی:بهرنی قراردادونه ملوثو کسانو ته ورکول کیږی

افغان ولسمشر حامد کرزی نن د هېواد د خبری رسنیو له یو شمیر استازو او چارواکو سره په لیدنه او خبرو کې د حکومت د کمزورتیا خبره تر ډیره بریده ومنله او د تعجب خبره خو داده ، چې ولسمشر وویل ، چې خلک له کورنی فساد څخه سرټکوی؛ خو اصلی فساد په بهرنیو  تړونونو کې روان دی او معمولا ستر قراردادونه ډیرو ملوثو کسانو ته ورکول کیږی .


کرزی د خبری رسنیو او جمهوری ریاست د ټیم ترمینح د اړیکو په هکله وویل ، چې هېوادوال په رښتیا د حکومت له ډیرو کارونو څخه  بې خبره پاتې دی او د حکومت او خلکو ترمینح  واټن ډیر شوی دی .


ولسمشر د خبری رسنیو د چارواکو او استازو له دیرش کسیزې ډلې سره د غرمې ډوډی په ګډه او یو میز وخوړه او له ژورنالیستانو سره یې ډیرې صمیمانه او ناویلی  خبرې وکړې .


د ژورنالیستانو په استازیتوب ښاغلو  عبدالحمید مبارز،فهیم دشتی او رحیم الله سمندر خبرې وکړی چې تر ډیره بریده انتقادی بڼه یې درلوده .


په پای کې  ولسمشر هیله څرګنده کړه چې چارې  به ورو – ورو ښې  شي او دافغانستان خلک به له دې اوسنیو ستونزو څخه بریالی راووځی .