کور / تازه خبرونه / د ولایتی شورا یوتن غړی د برید قربانی شو

د ولایتی شورا یوتن غړی د برید قربانی شو

ناپیژاندوا وسله والو کسانو نن ماښام هغه مهال د هلمند د ولایتی شورا  غړی حاجی دین محمد په ډزو وواژه چې د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته د خپل کور په لور روان وو.د هلمند د امنیتی چارو امر له لر او بر سره د ټیلفون پرکرښه د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې وسله وال برید کونکی د پېښې له ځای څخه تښتیدلی دی .تر دم ګړۍ نه بریدکونکی او نه د برید لامل روښانه شوی دی .