کور / تازه خبرونه / په داینکډی ولایت کې جګړې زور موندلی

په داینکډی ولایت کې جګړې زور موندلی

د دوشنبې ورځې راهیسې د داینکډی د کجیران په غرنۍ ولسوالی کې د دولت او طالب جنګیالیو ترمینح اخ او ډب روان دی او دواړه لوری ادعا کوی چې یو بل لوری ته  یې مرګ او ژوبله اړولې ده .


ددفاع وزارت ویاند جنرال عظیمی نن د لراو بر له خبریال سره منلې چې د دښمن د ځپلو په موخه په دغه ولسوالی کې د ملی اردو د ځواکونو عملیات روان دی او دنړیوالو ځواکونو د هوایی بریدونو له امله په لسګونه طالب  جنګیالی وژل شوی دی .یو بل پوځی چارواکی ادعا وکړه چې د عملیاتو او هوایی بریدو نو په ترځ کې د یو طالب قوماندان په ګډون شل تنه طالب جنګیالی وژل شوی دی .


د طالب جنګیالیو یو ویاند قاری یوسف دا ډول څرګندونی نه منې او ادعا کوی چې طالبانو تیره شپه نوموړې ولسوالی نیولی، ۴ تنه  دولتی پولیس یې ژوندی  نیولی او ۴ تنه نور یې وژلی دی .