ګل شرمیږي
چی د ګلو په بڼ ګرځی ګل شرمیږی
چی له مانه په څنګ ګرځی دل ځوریږی
چی د ښکلو په محفل کی را څرګند شی
خوله یی ډکه له خندا غاښ یی ځلیږی
چی پر مخ توری زلفان دخپل خوری کړی
لاره ورکه کړم ترږمی را پیدا کیږی
چی د زلفو ګیډی واړوی خپل شا ته
د سجدی محراب می ارته معلومیږی
( مل ) بی ځایه په یار نه دی مین شوی
چی مسکا شی غم له زړه می ورک کیږی
۲۰۰۵-۱۲-۲۶ جرمنی
پښتونه »