کور / شعر / مستانه ساقي

مستانه ساقي

 
             مستانه ساقي زخمي زړګی مې جوړومه
             جامونه راوړه د سينې اور پرې سړومه 


            مستانه ساقي اور مې دزړه په کور بلېږي
            غړانګې وهي دود مې د سر نه پورته کېږي


            راوګوره ته شونډې مې وچې شوې وچېږي
            د هوشه تنګ يم د بېهوشۍ ژوند مې خوښېږي


            شراب راکوه چې نور په سر ېې اړومه
            جامونه راوړه د سينې اور پرې سړومه 



            زړګې مې ندی جوړ د غمونو سمندر دی 
            په حال باندې مې يو زه او يو الله خبر دی


            يو نه دی خدايږو د ټول جهان غم مې په سر دی
            دردونه کوي ټوتې ټوټې زما ځيګر دی


            ارام غواړمه نوره خپل ځان نه کړومه
            جامونه راوړه دسينې اور پرې سړومه



            دا ستا درګاه ته ځکه رنځور يمه راغلی
            لږ رحم وکه ډېر په ضرور يمه راغلی


            درمان مې نشي په زړه ناسور يمه راغلی
            نمجنې سترګې په وينو سور يمه راغلی


             لږ ځان ځنګوم د چا يادونه زړومه
            جامونه راوړه دسينې اور پرې سړومه  

               07.01.2007