مالي: په ګڼه ګوڼه کې ٣٦ تنه مړه شول
دمالي هېواد مرکز بنکو په يو ميدان کې دګڼې ګوڼې له امله شپږدېرش تنه وژل شوي او په لسګونه نورټپيان شوي دي .
دنوموړي هيواد چارواکو ويلي ياده پېښه دميتکبوکياتا په سټيډيم کې رامنځ ته شوې کوم چې نږدې پنځه ويشت زره څوکۍ لري اوله امله يې ډيرى مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده .
رپوټونه وايي ډيرى کسان هغه مهال ترپښو لاندې شول کله يې چې هڅه کوله څو له مراسمو وروسته له امام سره له نږدې وګوري
دغه مراسم دحضرت محمدص دتولد دورځې په موخه په مالي کې نيول شوي وه او په لسګونو کسانو په کې ونډه اخيستي وه .
چارواکو زياته کړه دوژل شويو کسانو سربيره په لسګونو کسان يې روغتون ته استولي دي
ويل کيږي دمګړۍ په سلګونه کسان په سيمه کې سره راټول شوي څو دخپلو کورنيو دغړيو په اړه پلټنې وکړي .