کندهار: ٣٠ تنه وسله وال له دولت سره يوځاى شول
په کندهار ولايت کې يوه دېرش کسيزه وسله واله ډله له دولت سره يوځاى شوه .
دغه ډله چې مشري يې قومندان تورجان کوي له ډېرې مودې راهيسې دکندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولت په وړاندې فعاليت کاوه او پردولتي اوبهرنيوسرتيرو يې بريدونه ترسره کول .
دکندهار والي وايي دا دسولې دپروسې هغه لړۍ ده چې په دې وروستيوکې دافغان دولت له لورې پيل شوې .
نوموړي خوښي څرګنده کړه چې دوسله والو کسانو څخه ديرش تنه دسولې له بهير سره يوځاى کيږي .
دسولې له بهير سره ديوځاى شوې ډلې مشرتورجان وايي دسولې له بهير سره يې ديوځاى کيدو پريکړه وروسته له هغې وکړه کله چې دوسله والو طالبانو له لورې ورته دروزګان ولايت دنظامي مسؤليت دنده سپارل کېده.
په ورته وخت کې په فراه ولايت کې يوولس تنه وسله وال طالبان دهيواد دسولې عالي شورا دپريکړو پربنسټ دنورمحمد په مشرۍ ددغه ولايت په بلابلوک ولسوالۍ کې له دولت سره يوځاى شول .
دغه کسانووويل چې له دې وروسته به دنورو افغانانو په څير دهيواد په بيارغونه کې فعاله ونډه واخلي.